لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ایران  په احتجاجونو کې لږ تر لږه شپږ کسان وژل شوي 


د پولیس په ولکه کې د یوې ښځې د مرګ نه پس په ایران کې احتجاجونه شروع شوي دي، حکومت يې په ضد سخت ګامونه پورته کړي دي او ایراني مامورینو منلې ده چې د تېرو څو ورځو په مظاهرو کې لږ تر لږه شپږ کسان وژل شوي دي.

دوویشت کلنه مهسا اميني تېره هفته پولیس په تهران کې په دې الزام نیولي وه چې حجاب يې سم نه و اغوستی. هغې په هسپتال کې ساه ورکړه او کورنۍ يې وايي په هغې تشدد شوی و. هغې د کرد کم شمېره ټولنې سره تړاو لرلو او د ایران د کردستان صوبې د شمال غربي ښار سقيض اوسېدونکي وه.

دوویشت کلنه مهسا اميني تېره هفته پولیس په تهران کې په دې الزام نیولي وه چې حجاب يې سم نه و اغوستی
دوویشت کلنه مهسا اميني تېره هفته پولیس په تهران کې په دې الزام نیولي وه چې حجاب يې سم نه و اغوستی

د ایراني چارواکو هغه بیانونه چې د شورو، چهارشنبې، په ورځ شایع شوي پکې وېل شوي چې څلور کسان په کردستان صوبه کې د پرتشدد مظاهرو په مهال وژل شوي او دوه کسان په کرمان شاه صوبه کې په اړي ګړي کې وژل شوي دي.

د وي او ای رپورټ وايي ایراني مامورین د تشدد الزام د انقلاب په مخالفینو پورې کوي. خو په لندن کې مېشته د انساني حقونو تنظیم اېمنېسټي انټرنېشنل د شورو، چهارشنبې، په ورځ وویل داسې شواهد لري چې ایراني امنیتي ځواکونو د پرامنه مظاهره چیانو د منتشر کولو دپاره غیرقانوني طريقې استعمال کړي دي.

اېمېنسټي انټرنېشنل وویل د ګل، دوشنبې، او د نهې، سه شنبې، په ورځ یې د امنیتي ځواکونو دلاسه د اتوو کسانو وژل کېدل ریکارډ کړي دي چې څلور پکې په کردستان، دوه په کرمانشاه او دوه کسان په مغربي ازربایجان صوبه کې وژل شوي دي. ادارې وویل په وژل شویو کسانو کط شپږ سړي، یوه ښځه او یو ماشوم شامل دی.

اېمېنسټی انټرنېشنل وویل په سلګونو نور کسان چې ماشومان هم پکې شامل دي، په پرتشدد ډول نیول شوي او په دردناکه کچه زخمیان شوي دي.

ادارې وویل په ځینو ځایونو کې احتجاج کونکو پولیس په ګاڼو وېشتلی او د پولیس موټرو ته یې نقصان رسولی دی خو دا جواز نه دی چې پولیس دې مظاهره کونکي د اوسپنې په ګولیو وولي.

د وي او ای د فارسۍ څانګه وايي د امیني په مرګ د جمعې په ورځ شروع شوي احتجاجونه د ایران په ټولو 31 صوبو کې 23 ته غځېدلي دي.

په سوشل ميډیا د احتجاجونو وډیوګانې هم خپرې شوي دي خو وي او ای يې په ازاده توګه د کره والي تصدیق نشي کولی.

په استنبول او نیویارک کې هم ایرانیانو مظاهرې کړي دي.

په نیویارک کې قریباً 150 کسانو د متحده قومونو د مرکزي دفتر سره نژدې مظاهره وکړه او په استنبول کې تر د 250 پورې کسان د ایران کونسلخانې سره نژدې د احتجاج دپاره جمع شوي وو. په نیویارک کې د مظاهرې نه لږ وخت مخکې د ایران صدر ابراهيم رييسي د متحده قومونو جنرل اسمبلۍ غونډې ته وېنا وکړه.

د ایران صدر ابراهيم رييسي
د ایران صدر ابراهيم رييسي

د وي او ای رپورټ وايي ریيسي لوظ کړی چې د مېرمن امیني د مرګ تحقیقات به کولی شي.

یادونه: د دې رپورټ معلومات د وي او ای د هغه رپورټ نه اخیستل شوي چې د فارسۍ او ترک څانګې په مرسته تیار کړی شوی


بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG