لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایراني چارواکي وایي امنیتي ځواکونه یې هره ورځ تر 3,000 زیات افغان کډوال افغانستان ته ستنوي

ایراني چارواکو یو ځل بیا له خپل هیواده د قانوني اسنادو نه لرونکو افغان کډوالو پر جبري ستنولو ټینګار کړی او وایي امنیتي ځواکونه یې هره ورځ په دغه هیواد کې تر 3,000 زیات افغانان نیسي او خپل هیواد ته ستنوي.

پاکستان هم د تېر کال په نومبر کې د غیرقانوني مېشتو کډوالو د ایستلو لړۍ پیل کړې چې پکې زیات افغان کډوال اغېزمن شوي دي. د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې د شمېر له مخې په تېر څه باندې یو کال کې څه کم شپږنیم لکه افغان کډوالو له پاکستانه خپل ملک ته ستانه شوي دي.

د ایران د صدا او سیما خبري ایجنسیو د نومبر پر اوومه ددغه هیواد د خراسان رضوي ولایت د بهرنیو وګړو د ادارې د مشر حسېن شرافتي راد په حواله ویلي، له ایرانه د بهرنیو غیرقانوني وګړو ایستل ددغه هیواد د کورنیو چارو وزارت په لومړیتوبونو کې راځي. شرافتي راد ویلي:

"د افغانستان د غیرقانوني مېشتو وګړو خلاف د چلند په اړه د ایران له 11 ولایتونو غیرقانوني وګړي د ستنولو لپاره د دوغارون له سټرېټیجکې پولې کار اخیستل کیږي".

په دې وروستیو کې له ایرانه افغانستان ته د افغان کډوالو د ستنېدلو بهیر ډېر چټک شوی دی. له ایران سره د افغانستان د سرحدي ولایتونو په ورکړل شویو رپوټونو کې ویل شوي، ایران هره ورځ په زرګونو افغانان ددغه هیواد په مختلفو ښارونو کې نیسي او وروسته یې په یو ځای افغانستان ته ستنوي.

په دې وروستیو کې یو شمیر ستنو شویو افغان کډوالو ویلي، ایراني پولیس هره ورځ په سلګونو افغان کډوال نیسي او څه موده په بند کې له ساتلو وروسته یې په خپل هیواد ته ستنوي. ددغو افغان کډوالو په وینا ایراني پولیس د شپې هم د هغوی د اوسېدو ځایونو ته ننوځي او افغان کډوال ځوروي.

د ایران د کورنیو چارو وزارت د بهرنیو وګړو د ادارې مشر نادر یار احمدي ویلي، هیواد یې د افغانانو په ګډون د قانوني اسنادو نه لرونکو ټولو کډوالو شړلو ته ژمن دی. یاراحمدي ویلي:

"د ایران د کورنیو چارو وزارت یو تر ټولو مهم سیاست د روان کال ترپایه د قانوني اسنادو نه لرونکو افغانانو ایستل دي".

د احمدي په وینا ایراني پولیس د قانوني اسنادو نه لرونکو افغانانو په نیولو او له دغه هیواده په شړلو کې بریالي وو اوپه دې وروستیو میاشتو کې یې په زرګونو افغان کډوال "په جبري ډول" افغانستان ته ستانه کړي دي.

د ایران د پولیسو عمومي مشر احمد رضا رادان په وروستیو اوونیو کې ویلي، د روان کال تر پایه له خپل هیواده د قانوني اسنادو نه لرونکو دوه میلینه کډوالو د ایستلو پلان لري.

رادان له یو ایراني ټیلیویژن سره په مرکه کې په دغه هیواد کې ېیشتو غیرقانوني کډوالو ته د روان کال تر پایه خپلو هیوادونو ته د ستنېدلو وخت ورکړی دی. هغه ویلي:

"تر پینځه لکه زیات کسان مو نیولي او ایستلي دي، تر دوه نیم لکه زیات نور کسان پخپله له سرحده اوښتي چې ورسره دا شمېر 750,000 ته رسیږي. موږ خامخا دا کار کوو او له خلکو مو هم غوښتي، هغوی ته کار او کور په کرایه ورکول جرم دی".

تېره میاشت د ایران او پاکستان په سرحدي سیمه کې پر افغان کډوالو باندې د ایراني سرحدي ځواکونو په ډزو کې د لسګونو افغانانو د مړینې او ټپي کېدو رپوټونه ورکړل شوي دي.

د ایران په سیستان او بلوچستان سیمه کې د بشري حقونو د سرغړونو څارونکې یوې ډلې «حال وش» د اکتوبر پر 14مه ویلي وو، چې په سراوان سیمه کې د ایراني ځواکونو په ډزو 260 افغان کډوال وژل شوي دي.

ایران دا پېښه رد کړې ده خو د طالبانو حکومت د پېښې په اړه د پلټنو لپاره یو ګومارل شوي پلاوي هم دا پېښه منلې ده، خو د وژل شویو کسانو کره شمېر یې تر اوسه نه دی ښوولی او وایي تر اوسه یواځې د دووو تنو مړي افغانستان ته وروړل شوي دي.

This item is part of

Forum

XS
SM
MD
LG