لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ایران په سېستان بلوچستان کې په وسلوالو بریدونو کې 11 ايراني عسکر او 15 وسلوال وژل شوي


د ایران په سيستان بلوچستان صوبه کې د وسلوالو په بريدونو کې 11 ايراني عسکر وژل شوي دي او ايراني چارواکو د 15 وسلوالو د وژنې دعوه کړې ده.

د ايراني او نړيوالو رسنيو رپورټونه دي چې د چارشنبې او پنجشنبې په منځنۍ شپه سني وسلوالې ډلې جیش العدل د ايران په چاه بهار بندر او راسک سيمو کې درې جلا جلا بريدونه کړي دي.

د ایران د کورنیو چارو وزارت د امنیتي او پولیسو د چارو مرستیال مجید میراحمدي رسنيو ته ويلي، "له جیش العدل ترهګرې ډلې سره په وسلواله نښته کښې دوه پولیس، دوه سرحدي ساتونکي او اووه د سپاه پاسداران او بسیج رضاکار وژل شوي دي، او لس عسکر ټپي شوي دي".

د ايران رسنۍ "ايرنا او پريس ټي وي" او د پاکستان د انګريزي ژبې ډان ویبپاڼه د رپورټونو له مخې د بريد زمه واري جيشن العدل منلې ده.

رپورټونه دي چې اوس په يادو سيمو کې امنیتي حالت تر کنټرول لاندې دی. د ايران د سپاه پاسداران د ځمکني ځواک قومندان برید جنرال محمد پاکپور ویلي:

"د قانون عملي کولو او امنيتي ادارو د چمتووالي او ځيرکتيا له کبله ترهګر بريد پر وخت شنډ شوی او د ځواکونو په ځوابي ډزو 15 ترهګر وژل شوي دي، د چابهار او راسک امنيتي حالات عادي او تر کنټرول لاندې دي".

پاکستان دا برید غندلی او د بهرنيو چارو د وزارت له لوري په خپاره شوي بيان کې ياد بريد وحشيانه بللی او له اغېزمنو کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده.

د بهرنیو چارو وزارت په بيان کې ليکل شوي، پاکستان له ترهګرۍ سره په مبارزه کې د ایران له خلکو او حکومت سره پوره ملګری دی:

"پاکستان ترهګري په هر شکل او بڼه غندي او زموږ په سیمه کې د ترهګرۍ پر زیاتېدونکو کړنو ژوره اندیښنه لري، دا یو سیمه ییز او نړیوال خطر دی چې کلک غبرګون ته اړتیا لري".

د ايران صوبه سيستان بلوچستان د پاکستان له بلوچستان صوبې او او له افغانستان سره هم پوله لري چې پکې د سني بلوڅانو اکثریت دی.

د ایران پولې ته څېرمه د پاکستاني بلوچستان ګوادر، واشک، پنجګور، کېچ او چاغي ضلع له ایران سرہ پر پوله پرتې دي او دا ټولې سني بلوچ میشتې سیمې دي.

له تېرو څو لسيزو په سيستان بلوچستان کې د سني بلوڅ او ايراني حکومتونو تر ميان اختلاف روان دی.

له کال 2000م وروسته پر ایراني عسکرو وسلوال بریدونه پېل شوي. په دې کې زياتره وخت د مرګونې بريدونو ذمه واري جيش العدل منلې، د دې ډلې نوم هغه وخت نوم (جندالله) وو.

ياد تنظيم هغه وخت دعوه کړې وه چې دوی په ايران کې د سني بلوڅانو د عقيدې، کلتور او حقوقو د خونديتوب لپاره کار کوي.

په دسمبر 2023م کې د راسک په ښار کې د پولیسو په مرکز باندې د برید مسؤلیت هم يادې ډلې منلی و چې په هغه بريد کې لږترلږه 11 پولیس افسران ووژل شوي وو.

10مه جنورۍ 2024 م کال د راسک د پولیسو پر یوه بل مرکز په وسلوال بريد کې يو عسکر وژلی وو.

پر شپاړسمه جنورۍ 2024 د ايران له لوري د پاکستان د بلوچستان صوبې په سرحدي سيمه پنجګور کې د جيش العدل ډلې د مرکزونو په ميزايلو او ډرون د نخښه کولو دعوې شوې وې.

پاکستان ويلي په دې بريد کې دوې بې ګناه ماشومانې وژل شوې او ديوې زنانې په ګډون درې ټپي شوې دي.

پاکستان په ځواب کې د ايران په سيستان بلوچستان صوبه کې د بلوڅ بېلتون خوښو ډلو بي اېل اې او بي ايل ايف د مهمه غړو استوګن ځايونو په ميزايلو او ډرون د ويشتلو دعوه کړې وه. ايران ويلي په دې بريد کې نهه تنه وژل شوي چې غېر ملکيان دي.

ايران او پاکستان پر يوه او بل تور پورې کوي چې د دوی له خاورې وسلوال فعاليت کوي.

د يادې ډلې نوم "جیش العدل" د عربۍ تورۍ دی چې معنا يې د "انصاف پوځ " ده۔ دا ډله ايران په کال 2012 کال کې د «ترهګرو» ډلو په لست کې شامل کړل شوې ده.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG