لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایران د جنرل سلیماني په وژنه ماتم کوي: امریکې او ایران یو بل ته تازه ګواښونه کړي


د ایران قدس ځواکونو وژل شوي پوځي جرنیل قاسم سلیماني مړی د اتوار یا یکشنبې په ورځ د ایران اهواز ښار ته رسول شوی چرته چې په زرګونو خلک د نوموړي د وژنې په ماتم کې لارو کوڅو ته راوتي وو اخوا امریکې او ایران د یو بل خلاف حملو کولو تازه ګواښونه کړي.

جنرل قاسم سلیماني د جمعې په ورځ د عراق پایه تخت بغداد کې د امریکې په یو ډرون حمله کې د یوعراقي شيعه وسله والې ډلې مشر ابو مهدي المهندس او اته نورو عراقي پوځیانو سره یو ځای وژلی شوی وو. د سلېماني وژنې په منځني ختیز کې د غم، غصې او زیات شوي تاو تریخوالي یرې نورې هم سیوا کړي.

جنرل سلیماني په ایران کې ترټولو مشهور او په منځني ختیز کې د ایران زیاتیدونکي اثر باني ګڼل کېدو. د ایراني جرنیل مړی د اتوار یا یکشنبې په ورځ د اهواز ښار ته وړلو وروسته د ملک مقدس ښار مشهد او بیا تهران ته وړلی کیږي چې د هغې وروستو به په خپل پلارني ښار کرمان کې خاورو ته سپارلی کیږي.

د ایران روحاني مشر آیت الله علي خامنايي وعده کړې چې د جنرل قاسم سلیماني د وژني بدل به اخلي. اخوا د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ خبرداری ورکړی که چرې ایران د سلیماني د وژني په ځواب کې څه ګام پورته کړو نو امریکا به د ایران په 52 هغه ځآیونو باندې حملې وکړي چې د ایران لپاره ډېر مهم دي.

ټرمپ ویلي امریکې د ایران 52 ځایونوپېژندګلو کړې چې ډېر په تېزۍ او سختۍ سره به پرې وکړي که چرې ایران د امریکې په اثاثو باندې حمله وکړه. د امریکې جارج میسن یونیورسټۍ کې د استخباراتو، تګلارې او نړیوال امنیت د مرکز ډایریکټر لیري پیفر ویلي دا هغه امریکا نه ده چې په داسې داسې طریقه یو کار کوي او په امکاني توګه باندې د نړیوال قوانینو او روایتونو خلاف ورزي کوي.

پیفر چې د وایټ هاوس سیچویشن روم ډایریکټر پاتې شوی، ویلي د ډانلډ ټرمپ دغه خبرداری داسې ښکاري چې د شمالي کوریا په رنګ یو آمرانه حکومت لخوا ورکړل شوی وي.

نوموړي ویلي کله چې د امریکې صدر په ثقافتي مرکزونو باندې د حملې کولو ښکاره خبرداری ورکوي، نو هغه خپلو مخالفینو ته د دروغو جواز ورکوي چې په ځواب کې هم دغه شان ګامونه پورته کړي.

ټرمپ د جمعې په ورځ په ډاګه ویلي وو چې هغه د سلیماني د وژني حکم ورکړی وو او زیاته کړې وه چې د سلیماني د وژنې د ډېر وخت راهسې انتظار وو.

ټرمپ د فلوریډا ماره لاګو کې د خپل کور نه په خپله ټویټر ویب پاڼه باندې ویلي وو امریکې د جنګ ودرولو لپاره تېره شپه دغه ګام پورته کړی او زیاته کړې وه چې په سیمه کې د ایران جارحیت، د ګاونډي ملکونو بې ثباته کولو لپاره وسله وال استعمالولو کار په هرحال کې، او هم اوس ودرول پکار دي.

ټرمپ ویلي سلیماني د زرګونو امریکایانو، عراقیانو او ایرانیانو د وژنې لپاره ذمه وار دی او زیاته کړې وه هغه (قاسم سلیماني) د منځني ختیز نه تریورپ او امریکې پورې د ترهګرۍ یو نیټ ورک چلولو کې مرسته کوله.

څېړنکاران وايي ایران به په ممکنه توګه باندې د جنرل سلیماني د وژنې درې ورځې وروسته پورته کوي. د کانګریس دوه اعلا مرستیالانو رایټرز خبري ادارې ته ویلي وایټ هاوس د خالي په ورځ په رسمې توګه باندې کانګریس د جمعې د ورځې ډرون حملې د تفصیل نه خبر کړی.

کانګریس کې د ډیموکریټ ګوند یو شمېر غړو د ډرون په حمله نیوکې کړي

او ویلي چې ډانلډ ټرمپ د حملې وړاندې کانګریس خبرولو او یا د حملې لپاره د کانګریس منظورۍ اخستو کې ناکامه شوی.

د زیات شوي تاو تریخوالي ترڅنګ پنټاګان ویلي چې کویت ته زیاتي ۳۵۰۰ امریکاي پوځیان لیګي چې په سیمه کې د وړاندې نه موجود ۱۴۰۰۰ زره امریکاي پوځیانو سره یو ځای شي. نیټو په عراق کې د تربیت ورکولو مشن په عارضي توګه ځنډولی څوک چې د داعش تندروه ډلې بیا مضبوتېدو مخه نیولو لپاره د عراق امنیتي ځواکونو ته تربیت ورکوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG