لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د عراق په حکومت مخالف مظاهرو کې د ١٠٠ نه زیات کسان مړه شوي


د گل، دوشنبې، په ورځ عراقي مامورینو وویل چې د امنیتي ځواکونو د هغو غړو احتساب به کولی ‍شي څوک چې د احتجاج کونکو سره غلطه رویه کوي
د گل، دوشنبې، په ورځ عراقي مامورینو وویل چې د امنیتي ځواکونو د هغو غړو احتساب به کولی ‍شي څوک چې د احتجاج کونکو سره غلطه رویه کوي

په عراق کې د بې روزگارۍ، بډو رشوتونو او د بنیادي اسانتیاو د نشت والي په سر د حکومت خلاف مظاهرو کې د ١٣ نورو کسانو د وژل کېدو سره په احتجاجونو کې د وژل شویو کسانو شمېره د ١٠٠ نه زیاته شوي ده.

د اتوار، یکشنبې، په ورځ د عراقي حکومت په ضد په تازه مظاهرو کې د امنیتي ځواکونو او احتجاج کوونکو په نښتو کې ١٣ کسان ووژل شو. مظاهرې شا او خوا یوه هفته وړاندې پېل شوي او تراوسه پکې د ١٠٠ نه زیات کسان وژل شوي دي.

د عراق د کورنیو چارو وزارت د اتوار، یکشنبې، په ورځ وویل چې په مظاهرو کې ٦١٠٧ کسان زخمیان شوې هم دي چې پکې ١٢٠٠ امنیتي عسکر هم شامل دي.

د گل، دوشنبې، په ورځ عراقي مامورینو وویل چې د امنیتي ځواکونو د هغو غړو احتساب به کولی ‍شي څوک چې د احتجاج کونکو سره غلطه رویه کوي.

د عراق سرښار بغداد د الصدر سټي یا الصدر ښار گوټي نه پوځي ځواکونه هم ویستل شوي دي او داسې گڼل کېږي چې حکومت دغه گام د تاوتریخوالي د کمولو دپاره اخیستی دی.

د مظاهرو لړۍ په بغداد او گڼ شمیر نورو ښارونو کې د بې روزگارۍ او د بنیادي اسانتیاو د نشت والي خلاف شروع شوي وه خو اوس احتجاج کونکي د بډو رشوتونو په ضد هم غږ پورته کوي.

د اتوار، یکشنبې، په ورځ د عراق کابېني د اصلاحاتو اعلان وکړو چې دا ډول احتجاجونه ختم شي. احتجاجونه د عراقي حکومت دپاره حیرانونکی پرمختگ گڼل کیږي.

د عراق وزیراعظم عادل عبدالمهدي د خالي، شنبې، په ورځ قام ته د ټېلې وژن دلارې وویل هغه د احتجاج کوونکو غوښتنې اورېدل دپاره د هغوی سره لیدو ته تیار دی. هغه په مظاهره چیانو غږ وکړو چې احتجاجونه دې ختم کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG