لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د عراق نوي وزیراعظم د قیدي مظاهره چیانو د آزادولو امر وکړ


د عراق نوی وزیر اعظم مصطفی الکاظمي حکم وکړ چې مظاهره چیان دې له قیده آزاد شي

د عراق نوي وزیر اعظم مصطفی الکاظمي په خپلو لومړیو غټو حکمونو کې، دا حکم وکړ چې په هغه هېواد کې زنداني شوي مظاهره کوونکي دې له قیده خوشې شي. د دې حکم له جاري کېدو نه پس، د عراق عدالتونو په زندانونو کې پراته د حکومت ضد مظاهره چیانو د خلاصون حکم پر ځای کړ.

د عراق د قضا سترې شورا په دې اړه یو بیان جاري کړی او هغه کې یې ویلي چې عراقیان د آئین له مخې دا حق لري چې مظاهرې وکړي خو په دې شرط چې د قانون خلاف کوم عمل ونکړي.

د عراق نوي وزیراعظم مصطفی الکاظمي د خالي یا شنبې په ماښام د خپلې کابینې له اولنۍ غونډې وروسته خبریالانو ته وویل چې د مظاهره کوونکو حفاظت باید وشي او یوازې هغه کسان باید په جېلونو کې پاته شي چې تشدد یې کړی وي.

الکاظمي همدا راز د عراقي جنرال عبدالوهاب السعدي عهده جګه کړله او هغه یې د عراق د ترهګرۍ ضد خاصو ځواکونو مشر وټاکه. السعدي پخوا د داعش خلاف جنګونو کې زیات ښکېل پاته شوی و، خو تېر کال پخواني وزیراعظم عادل عبدالمهدي، یو ناڅاپه د هغه عهده کمه کړله. هماغه کار، یو له هغو ګامونو و چې په ټول عراق کې یې په اکټوبر کې د حکومت د "فساد او بي کفایتۍ" ضد مظاهري راوپارولې.

د بشري حقونو ډلې وایي د عراق امنیتي ځواکونو د مظاهره چیانو خلاف د مرمیو ډزې کړې وې او تر شپږ سوو کسانو پورې یې په دې ډزو سره وژلي و. د عراق مظاهرې هغه وخت ورو ورو ختمې شوې چې د کروناوایرس وبا راپیدا شوه.

د دې باوجود چې د عراق نوي وزیراعظم د قیدي مظاهره چیانو د آزادولو حکم وکړ، مګر بیا هم د اتوار یا یکشنبې په ورځ په سرښار بغداد کې نوې مظاهرې وشوې او مظاهره کوونکو نعرې وهلې چې الکاظمي د سیاسي اسټبلشمنټ انتخاب دی او د هغوی په باور، عراق کې به هېڅ حقیقي تغییر رانشي.

قهرېدلو مظاهره چیانو پر یو پول باندې چې د عراق ګرین زون ته یې لاره وه، ټایرونو ته اور ورته کړ. ګرین زون د بغداد هغه سیمه ده چې پکې د عراق د حکومت دیوانونه او خارجي سفارتونه ځای لري.

XS
SM
MD
LG