لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عراقي عدالت د داعش د پخواني مشر ابوبکر البغدادي ښځې ته د تېزندۍ سزا اورولې ده


د عراق عدالت د نړیوالې ترهګرې ډلې داعش د پخواني مشر ابوبکر البغدادي ښځې ته ترهګرې ډلې سره د کار کولو پخپل کور کې د مېرمنو د نظارت لاندې د ساتلو په جرم کې د تېزندۍ سزا اورؤلې ده.

د رایټرز خبري شبکې د رپورټ له مخې د عراق سپریم جوډیشل کونسل ویلي چې د داعش ترهګرو ترهګرو د نینوا ګورنري د لویدیځې سیمې سنجار نه یزیدي ښځې تښتولي اؤ بیا په موصل کې د ابوبکر بغدادي ښځې بیا دغه یزیدي مېرمنې په خپل کور کې قید کړې وې.

د ابوبکر البغداي ښځه د عراق امنیتي ادارو نیولې اؤ بندي کړې ده.

یو قضایي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط رایټرز ته ویلي دي چې د فوجدارۍ عدالت نن(چهارشنبه) د ابوبکر البغدادي ښځې ته د انسانیت په ضد په جرمونو کولو،د یزیدي خلکو په نسل وژنه اؤ د ترهګرۍ فعالیتونو کې د مرستې په جرم د تېزندۍ سزا اورولې ده.

دغه چارواکي ویلي د تېزندۍ په دې سزا به په غوڅه توګه عمل د عراق د اپیل کورټ څخه له توثیق وروسته کیږي.

په نومبر کال ۲۰۱۹م کې شمال لویدیځ شام کې د امریکا د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوي ابوبکر البغدادي د داعش ډلې د مشرۍ په کولو اؤ ترهګریزو فعالیتونو شهرت موندلی ؤ.

هغه د کال ۲۰۱۴م اؤ ۲۰۱۷ په منځومانه کې د عراق اؤ شام په سترو سیمو خپل واک ټینګ کړی ؤ اؤ خپل ځان یې د مسلمانانو خلیفه ګرځولی ؤ خو بیا امریکایي ځواکونو په دغه ډلې پرله پسې بریدونه وکړل اؤ د یادې ډلې د تس نس کولو وروسته یې په کال ۲۰۱۹م کې د یو برید په مهال ابوبکر البغدادي هم وژلی ؤ.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG