لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عراقي ځواکونه داعش خلاف پرمختگ کې د موصل تاریخي جامع النوري ته نژدې شوي


په جومات کې راغونډو خپلو حمایتیانو ته ابوبکر البغدادي ځان ته د خلفیه ابراهيم نوم ورکړو او وي ویل د خداې په لاره کې جهاد وکۍ، نور خلک هم جهاد ته راوباسۍ او د مشکلاتو په مخ کې د صبر نه کار اخلۍ
په جومات کې راغونډو خپلو حمایتیانو ته ابوبکر البغدادي ځان ته د خلفیه ابراهيم نوم ورکړو او وي ویل د خداې په لاره کې جهاد وکۍ، نور خلک هم جهاد ته راوباسۍ او د مشکلاتو په مخ کې د صبر نه کار اخلۍ

عراقي ځواکونو د غربي موصل په لورې خپل پرمختگ جاري ساتل او عراقي کمانډرانو وایس اف امریکا ته ویلي عسکر يي د موصل هغه لوي جومات مضافاتو ته نژدې شوي دي چرته چې داعش په کال ٢٠١۴ کې د خلافت اعلان کړی و.

د النوري جومات سره نژدي د قدیم موصل د گڼي ابادۍ په علاقه کې د عراقي ځواکونو او د داعش وسله والو ترمنځ د سختو نښتو رپورټونه هم راغلي دي.

د ریپډ ریپانس فورسز په نوم د خصوصي کاروایانو دپاره د عراقي ځواکونو ترجمان عمار الموسوي وي او ای ته ویلي عسکر د النوري جومات نه یوازې درې سوه میړه لرې دي.

الموسوي وویل درنو بارانونو د عراقي ځواکونو په چټکه ډول د وړاندې تلو مخه ونیوله.

الموسوي وویل د داعش وسله والو په دوانیو کې مورچې نیولې دي او عراقي ځواکونه په وړاندې په پرمختگ کې روان دي.

که چرې عراقي ځواکونه دالنوري جومات په نیولو کې کامیابیږي نو دا به نه یوازې د عراقي عسکرو بلکه د دوي امداد کونکو ایتلافي قوتونو دپاره هم لویه علامتي گټه هم وي. ائتلافي ځواکونه د تیرو څو میاشتو راهسې په موصل کې د داعش په هدفونو بمباري کوي چې دا مهال يي د عراقي ځواکونو دپرمخگ دپاره لاره هواره کړې ده.

د النوري جومات د داعش د خپلې تشریح د لاندې د خلافت قایمولو په لړ کې مرکزي حیثیت لري. د کال ٢٠١۴ د جولايي په میاشت کې دداعش مشر ابوبکر البغدادي هم ددې جومات د ممبر نه په خیتځ شام او د عراق په زیاتره شمالي او غربي سیمو باندې د خپل سره خلافت د قیام اعلان وکړو.

په جومات کې راغونډو خپلو حمایتیانو ته ابوبکر البغدادي ځان ته د خلفیه ابراهيم نوم ورکړو او وي ویل د خداې په لاره کې جهاد وکۍ، نور خلک هم جهاد ته راوباسۍ او د مشکلاتو په مخ کې د صبر نه کار اخلۍ. هغه وویل که څوک هم په اخیرت کې د جهاد د جزا او مرتبې نه خبر شول نو په جهاد کې به د ځنډ نه کار وا نخلي. ددې

ددې ورسته النوري جومات د داعش د مرکز درجه حاصله کړه او ددې ځای نه يي د موصل په ښار د خپل ظلم او بربریت راج قایم کړو. الموسوي وايي په النوري جومات د عراقي ځواکونو قبضه به داعش دپاره لویه ضربه وي.

النوري جومات د سلطنت عثمانیه په دور کې په کال ولسوه درې اوایم کې نورالدین زنگي په واکمنۍ کې تعمیر شوی و او د عراق په مهمو تاریخي ودانیو کې شمارل کیږي او د الحدبا په نوم هم یادیږي. دا ځکه چې د جومات یوه مناره لږه کږه ده.

په اسلامي تاریخ کې نورالدین زنگي په صلیبي جنگونو کې د میړانې او زړورتیا دپاره شهرت لري او د شام، عراق، لبنان او د فلسطین گڼ شمیر سیمې يي په صلیبي جنگونو کې بیرته نیولې وې.

د جامع النوري هم دې تاریخي پس منظر په وجه عراقي مامورین وايي داعش د سخته دفاع کوي او عراقی ځواکونو د مزاحمت سره مخاخ دي.

دا ویره هم څرگندیږی چې داعش گنې داعش وسله والو په جومات کې بمونه هم ښخ کړې وې چې نه یوازې عراقي ځواکونو ته زیان ورسوي بلکې د جومات وداني هم تباه کړي.

بلخوا ملگرو ملتونو ویلي په موصل کې د جنگ له امله په گڼه شمیره کې د ښار وسیدونکې خپل کورونه په پریښودو مجبور کیدی شي. ملگري ملتونه وايي بې کوره کیدونکو خلکو د مرستې تیارۍ يي نیولی دی.

د ملگرو ملتونو د اندازې ترمخه، شا او خوا شپږ نیم لکه خلک دا وخت په موصل کې موجود دي چې زیاتره د ښار په پخوانۍ برخه کې دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG