د عراق يو مشر کمانډر وايي عراقي ځواکونو دداعش تندروه ډلې سره د سختې جګړې وروستو د موصل ښار غربې برخې یو مهمه برخه قبضه کړې.
دعراق وفاقي پولیس کمانډو ډویژن مشر میجر جنرل المتوري ایسوسي ایټډ خبري ادارې ته ویلي ځواکونه يې نن سحر غربي موصل طیران سیمې ته ورننوتي او اوس دغه ځاې ددوي په کنټرول کې دی.
المتورې وییلي داعش تندروه ډلي دوي ته لږ تر لږه ۱۰ ځانمرګې موټر بمونه پر ځای کړي وو خو دا چې په دغو کې نهه خپل هدفونو ته د رسیدو وړاندې الوزولی شوي او په لسمه ځانمرګې موټر بمي چاودنه کې ۲ پولیس وژل شوي او ۵ نور ژوبل شوي. د امریکي په مشرۍ کې نړیوال ایتلاف په مرسته عراقي ځواکونو د وړاندې نه د عراق دغه دویم غټ ښار مشرقي برخه په خپل کنټرول کې اخستې.
ددې وړاندې عراقي چارواکو وییلي وو د امريکې په مرسته عراقې ځواکونه د ښار غربې برخې ته د ننوتو په وخت دداعش تندلارو د سخت مزاحمت سره مخ دي کوم چې په عراق کې دداعش اخري غټ مرکز دی. د عراقي ځواکونو کمانډر لیفټننټ کرنل عبدالامیر المحمداوي د فرانس خبري اداري ته وییلي د موصل ښار ایير پورټ قبضه کوونکي يو شمیر اعلا پوځې دستې اوس د ښار مرکزي برخې اړخ ته روانې دي چرته چې دوي د ترکې قونصلګرۍ او نورو حکومتي ودانوبیرته کنټرول کولو تیارۍ کوي. نوموړي ویلي دداعش مضبوط مرکزونو اړخ ته د تګ په وخت ځواکونه د سخت مزاحمت سره مخ دي. المحمداوي د فرانس ای ایف پي خبري ادارې ته وییلي داعش عام خلک د ډال په توګه استعمالوي.
د عراقي ځواکونو د پرمختګ پداسې وخت شوی چې د ترهګرۍ پر ضد ځواکونو تیره هفته د موصل ایرپورټ واپس قبضه کړی وو کوم چې د کال ۲۰۱۴ راهسې د داعش په کنټرول کې وو. د ایرپورټ قبضه کولوسره عراقي ځواکونو ته د سویل غربي اړخ نه د موصل ښارته دننه کیدو لار تر لاسه شوې. او دا اول ځل دی چې عراقي ځواکونو ته د تیګریس دریاب غربې اړخ ته د یو سیمې کنټرول حاصل شوی. داعش تندلاري د جنورۍ په میاشت کې د مشرقي موصل ښار نه ویستی شوي وو خو دغه تندلاري اوس هم د ښار غربي برخه باندې کنټرول لري. په ایرپورټ کې دننه ډیر لږ څه پریښودی شوي. دایرپورټ د جهازونو الوتو لپاره استعمالیدونکې لار يا رن وی ورانه کړی شوې او ودانۍ يې د زمکې سره یو شان کړی شوي. عراقي ځواکونو د داعش د وسلې ګودامونه او ددوي د یو وخت مرکزي دفتر هم قبضه کړي .
خو د موصل باقي پاتې غربي برخې بیرته اخستو لپاره وړاندې تګ به وخت اخلي. عراقي ځواکونو د موصل ښار مشرقي برخې واپس قبضه کولو کې درې میاشتې وخت اخستی وو.