د عراق وزیراعظم په بغداد کې د سویډن سفیر ته ملک نه د وتلو امر کړی او په سټاک هوم کې د عراق ناظم الامور يې بېرته بللی دی.
عراقي وزیراعظم دغه ګام پس له هغې اخیستی چې په سټاک هوم کې یو تن د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د قران بې حرمتي وکړه.
د اېسوسي اېټېډ پرېس خبري ادارې ترمخه په سټاک هوم کې د مظاهرې اجازت د سویډن حکومت ورکړی و.
د عراق او سویډن د سفارتي کړکېچ نه مخکې هم د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د عراق په سرښار بغداد کې احتجاج کونکو د سويډن سفارتخانې ته اور ور واچولو.
د پېښې وروسته د سویډن سفارتخانې د تړل کېدو اعلان وکړو.
عراقي وزیراعظم محمد شیاع السوداني امنیتي مامورینو سره د ملاقات وروسته په یو بیان کې وویل چې سفارتخانې ته د اور اچول کېدو تحقیقات به کولی شي او د هغو خلکو خلاف به قانونی اقدامات اخیستل کېږي چې غفلت یې کړی.
عراق خبرداری کړی و چې که په سټاک هوم کې د قران د سوزول کېدو اجازت ورکړی شو نو سویډن سره به سفارتي تعلقات قطع کړي.
د دې څو ګنټې وروسته السوداني د سویډن سفیر د ملک بدرۍ اعلان وکړو.
د السوداني د اعلان نه مخکې د سويډن سرښار سټاک هوم کې دوو کسانو د عراق سفارتخانې نه قریباً ۱۰۰ میټره په فاصله یو چمن کې په قران پښې کښېودې خو اور يې ورته نه کړو.
د سویډن مطبوعاتو وویل یو تن عراقي مهاجر سلوان مامیکا و چې په مذهب عیسايي دی او په سویډن کې ژوند کوي.
هغه د عراق بېرغ او د عراق یو مذهبي مشر مقتدی الصدر او د ایران روحانی مشر ایت الله علي خامنايي تصویران هم د پښو د لاندې کړل.
د ای پي خبري ادارې ترمخه په دغه موقع د پولیس د حصار په شا د خبریالانو په شمول قریباً ۵۰ کسان موجود وو. ځینې کسان په کې د سلوان د مظاهرې مخالفین وو او مذهبي نعرې یې کولې.
په سټاک هوم کې د احتجاج وروسته د عراق د مطبوعاتو او مواصلاتو د کمېشن مشر په عراق کې د سویډن اېرېکسن نومې کمپنۍ لایسنس یا اجازت نامه منسوخ کړه.
په بغداد کې ځینو مظاهره کونکو قرانونه او ځینو د مقتدالصدر تصویران پورته کړي وو.
یو احتجاج کونکي ای اېف پي خبري ادارې ته وویل چې لمر راختلو نه مخې يې د سویډن سفارت ته او ور واچولو.
د سویډن خارجه وزارت ای اېف پي ته وویل په سفارت کې عمله محفوظه ده. وزارت وویل سفارت ته تحفظ ورکول د عراقي مامورینو ذمه واري ده او په سفارتونو او سفارتکارانو حملې د غیر ملکي سفارتي ودانیو د تحفظ دپاره د ویانا کنوېشن سنګینه خلاف ورزي ده.
ای اېف پي وايي سلوان د لوی اختر په موقع د سټاک هوم د ټولو نه لوی مسجد مخې ته هم د قران څو پاڼې سوزولې وې.
د اختر په موقع په سویډن کې د دغه پېښې یوه ورځ وروسته په عراق کې د الصدر پلویانو د سویډن په سفارتخانه یرغل وکړو.
یادونه: د دې خبر معلومات د ای اېف پي او د ای پي خبري ادارې نه اخیستل شوي دي