لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عراقي ځواکونو د تکریت ښار مرکز داعش نه بیرته نیولی


Comboio na Estação de Moatize, Moçambique
Comboio na Estação de Moatize, Moçambique

د عراق مسلح ځواکونو او داعش وسله والو ترمنځ د نهې یا سه شنبې په ورځ د هیواد په تکریت ښار کې نښتې شوي دي او عراقي وزیراعظم حیدر العبادي ویلي حکومتي ځواکونو د ښار په مرکز قبضه کړې ده.

مطبوعاتو ته جاري شوي بیان کې عراقي وزیراعظم وویل حکومتي ځواکونو د ښار په ځېنې غربې او جنوبي برخو قبضه کړې او د ښار د مرکز په لوري روان دي.

د امریکې په مشرۍ کې ائتلافي قواو د تکریت مرکز د حکومتي لاسونو ته د غورځیدو هرکلی کړی دی. د ائتلاف ترجمان وي او ای ته ویلي د ښار په ځېنې نورو برخو لا اوس هم د داعش وسله والو قبضه ده او لا نور جنگ پاتې دی.

تکریت چې د سني مسلمانانو اکثریت لري او د پخواني عراقي صدر صدام حسین پلرنی ښار دی، هلته د جگړې په اړ د امریکې خبرې اداره ایسوسي سې ایټډ پریس وايي د ښار د مرکز د نیول کیدو په باره کې عراقي حکومتي او پوځي چارواکو متضاد بیانونه وړاندې کړې دي.

ای پي وايي د دجله دریاب په ساحل پروت ښار کې د نهې په ورځ د عراقي ځواکونو او داعش وسله ترمنځ کوڅه په کوڅه جگړه شوې ده او دا چې گني عراقي عسکرو د ښار څومره برخې نیولې، په دې اړه مختلف بیانونه وړاندې شوي دي.

ای پي وایی د عراقي پوځ لوټیننټ جنرل طالب شاغاتي ترمخه، د تکریت ٧٥ فیصد برخه باندې د حکومتي ځواکونو قبضه ده خو عمار حکمت چې د صلاح الدین صوبې نائب والي یا گورنر دی، هغه ویلي د ښار یوازې ۴٠ فیصد برخه د عراقي ځواکونو لاسو ته ورغلې ده.

داعش تیر کال په تکریت قبضه کړې وه. که چرې عراقي ځواکونه تکریت بیرته په اخیستلو کې کامیابیږي نو د عراق دویم لوې ښار موسل د نیولو په لړ کې به دا اهم گام وي. موسل د هیواد په شمال کې پروت دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG