لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عراق د انساني خیرښگړې دپاره ملگري ملتونه مالي امداد ته اړتیا لري


داعش خلاف نړي وال اتحاد غړي د فرانس سرښار پیرس کې د جون د میاشت په دویمه نیټه راغونډ شوې وو چې د ډلې خلاف د جنگ په لارو چارو غور وکړي
داعش خلاف نړي وال اتحاد غړي د فرانس سرښار پیرس کې د جون د میاشت په دویمه نیټه راغونډ شوې وو چې د ډلې خلاف د جنگ په لارو چارو غور وکړي

عراق کې د انساني خیر ښیگړې خپل پروگرامونه چلولو دپاره به ملگري ملتونه دا هفته په یورپي پارلیمنټ کې د ٥٠٠ میلینه ډالرو مالي غږ کوي ځکه چې د ادارې مامورین وايی د مالې وسائلو د کموالي به نتېجه کې به د بې کوره شوو خلکو امداد ودروي.

ملگري ملتونه دا وخت عراق کې د اته میلنه ضرورت مندو خلکو سره مرسته کوي چې پکې درې میلینه هغه خلک هم شامل دي چې د هیواد دننه بې کوره شوي دي.

عراق کې د ملگرو ملتونو د انساني مرستې مشره لیز گرینډ وايي که چرې دا وخت ورته پیسې او مالي امداد ور نه کړی شو نو په ټول هیواد کې به په راتلونکو هفتو او میاشتو کې به اداره خپل روان پروگرامونه تړل پیل کړي.

د ملگرو ملتونو چارواکې فکر کوي چې په راتلونکو میاشتو کې چې څه داعش خلاف جنگ تودیږي نو هم دغه رنگ به د بې کوره خلکو په شمیره کې هم اضافه وشي.

لیز گرینډ وايی د سږ کال تر اخیره پورې به د بې کوره خلکو شمیره لس میلینه ته ورسیږي چې امداد ته به اړتیا لري.

داسې خلک چې بې کوره شوي نه دي، هغوی د کار روزگار زریعې نه لري.

لیز گرینډ وايي په تیرو څو میاشتو کې د تیلو په بیعه کې د کمي په وجه د عراق حکومت ۴٠ فیصد بجټ دلاسه ورکړی دی

بغداد نه په غرب کې پرته انبار صوبه داعش نه بیرته نیولو دپاره عراقي ځواکونو کاروائي شورو کړې ده. په جواب کې داعش انبار کې په یو فوجي مرکز ځانمرگي حملې کړې چې په نتیجه کې يي ۴٠ عسکر وژل شوې دي. د امریکې په مشرۍ کې ائتلاف داعش خلاف د عراقي ځواکونو ملاتړ کوي چې د انبار مرکزي ښار رمادي داعش نه بیرته واخلي.

داعش خلاف نړی وال ائتلاف کې د امریکې استازی جنرل جان ایلن وايي د عراق امنیتي ځواکونه رمادي ته رسیدونکې دي او هلته کاروائي به لکه د موسل په رنگ نه وي چی د تیر یو کال راهسې د داعش په قبضه کې دی بلکه عراقي ځواکونه به رمادي بیرته اخلي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG