لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایران د خپل جنرال، قاسم سلیماني د مرگ خبر تایید کړ ـ امریکا د برید ذمه واري ومنله


قاسم سلیماني د ایران د مشر خامنه ای یو د اعتماد وړ کس و او له ایرانه بهر یې د پوځي عملیاتو مسوولیت درلود
قاسم سلیماني د ایران د مشر خامنه ای یو د اعتماد وړ کس و او له ایرانه بهر یې د پوځي عملیاتو مسوولیت درلود

د ایران د سپاه قدس مشر، جنرال قاسم سلیماني، د بغداد په نړېوال هوایي ډگر (ائیرپورټ) کې د یوې هوایي حملې په نتیجه کې ووژل شو. د سلیماني د وژل کېدو خبر، د عراق او ایران سرکاري ټي وي چینلونو تایید کړی دی.

د ایران انقلابي دستې، سپاه پاسداران، د ایران د سرکاري ټلیویژن له لارې د دې خبرې پخلی وکړ چې د قدس سپاه مشر، جنرال قاسم سلیمانی وژل شوی دی.

د امریکا د دفاع وزارت، یا پنټاگان، یو لنډ بیان جاري کړی او ویلي یې دي چې د بغداد ائیرپورټ ته څېرمه برید د امریکایي ځواکونو کار و او دا یې هم ویلي چې دا برید د صدر ډونالډ ټرمپ په امر ترسره شوی دی.

پنټاگان زیاته کړې چې دا برید، د ایران د آینده حملو د پلانونو د شنډولو په خاطر ترسره شوی دی.

عراقي چارواکو دا هم ویلي چې په دې برید کې د عراقي شیعه ملېشو (حشد الشعبي) نایب مشر ابو مهدي المهندس هم وژل شوی دی.

د جنرال قاسم سلیماني وژل کېدل به په منځني ختیځ کې د حالاتو د یو دم بدلون سبب شي او کېدای شي ایران او په منځني ختیځ کې ایران پلوه ځواکونه په انتقامي کاروایي لاس پورې کړي.

د عراق د شیعه ملېشو یو چارواکي ویلي چې په ننني برید کې اوه کسان وژل شوي.

پر سوشیل مېډیا داسې عکسونه خپاره شوي چې په کې یو لاس او په گوته یې گوتمۍ ښکاري. ویل کیږي چې قاسم سلیماني په حمله کې سوځېدلی او لاس یې د همدې گوتمۍ له مخې پېژندل شوی دی.

تر دې وړاندې، په بغداد کې د امریکا د سفارت مخې ته له تشدده ډک احتجاجونه شوي و. پس له دغو احتجاجونو، امریکا خبرداری ورکړ چې پر امریکایي ځواکونو د آینده حملو د مخینوي دپاره، حاضر دی چې پیشگیرانه پوځي عمل ترسره کړی.

د امریکا د دفاع وزیر، مارک اېسپر د زیارت یا پنجشنبې په ورځ وویل، دوی داسې نښې نښانې گوري چې ایران او ایران پلوه ملېشې ممکن په منځني ختیځ کې پر امریکایي ځواکونو د لا زیاتو حملو پر پلانونو کار وکړي.

خو اېسپر زیاته کړه چې لوبه اوس بدله شوې ده او امریکا حاضر دی چې د خپلو قواوو، خپلو گټو، او په سیمه کې د خپلو شریکانو د دفاع په خاطر هر هغه څه چې ضروري وي، هغه وکړي.

په نوامبر او ډسمبر میاشتو کې په عراق کې پر امریکایي پوځي مرکزونو باندې د ایران پلوه ملېشو له لسو ډېر بریدونه وشول. امریکا په دې حملو کې د کتائب حزب الله ډله ذمه واره وگڼله او په مرکزونو یې بمباري وکړه چې بیا د دې بمباریو وروسته، ایران پلوه ډلو په بغداد کې د امریکا سفارت مخې ته احتجاج وکړ او بیا پر سفارت یې یرغل وکړ.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG