د عراق عبدالهادي العراقي چې د تېرو ۱۵کلونو راهسې د امريکې په ګوانتانامو بی زندان کې قېد دی په جنګي جرمونو کې د ککړتیا اعتراف یې کړی چې د القاعده په صفونو کې د جنګېدو په مهال يې په افغانستان کې په ملکي خلکو او د امریکي او د امریکې په اتحادیانو حملې کړي دي.
د اېسوسي اېټېډپرېس خبري ادارې ترمخه العراقي چې اصلي نوم يې نشوان التعمیر دی د خپلو جرمونو اعتراف د ګل، دوشنبې، په ورځ هغې پوځي ډلې ته وکړو چې په ګوانتانامو کې د ترهګرۍ په الزام د بندي قېدیانو د مقدمو اورونه کوي.
ای پي وايي د العراقي مقدمه د تېرو څو کلونو راهسې د ځینو قانوني او لاجېسټک مشکلاتو او د هغه د خراب صحت له امله ځنډېدلې وه. د ملا د تکلیف په سبب ۶۰ کلن العراقي نیم معروزه دی.
د ګوانتانامو ټرایبیونل یا عدالتي ډلې په العراقي د جنګي جرمونو فرد جرم په ۲۰۱۴ کې لګولی و.
هادي العراقي چې د القاعده یو کمانډر و په پېنځو کې د څلورو جرمونو اعتراف کړي چې پکې سازش او د جنګ د نړیوالو قوانینو خلاف ورزي شامله ده.
د اعتراف په بدل کې به هغه د ګوانتانامو نه دریم ملک کې د ابادېدو دپاره منتقل کړی شي.
د ای پي ترمخه امریکايي چارواکو ویلي د ۱۹۹۰ په لسیزه کې هادي العراقي د القاعده یو اهم تن و او په امریکې د ناین الېون حملو نه وړاندې یې په افغانستان کې د تنظیم د وسله والو د یو تربيتي کېمپ مشري کووله.
امریکايي پوځ دا هم ویلي هادي العراقي په ۲۰۰۱ کې د افغانستان په بامیان ولایت کې بدها مجسمه په تباه کولو کې د طالبانو مرسته کړې وه.
په هادي العراقي دا الزام هم و چې په افغانستان کې د امریکې د پوځي عملیاتو په ضد یې په افغانستان او پاکستان کې د امريکې په ضد د القاعده د خونړۍ حملو انتظام کړی و.
ای پي وايي هادي العراقي د ګوانتانامو لومړی قېدي دی چې د صدر جوبایډن په حکومت په مهال یې د خپل جرم اعتراف کړی او په ګوانتانامو زندان کې د قېدیانو په کموولو او بالاخر د زندان په بندولو کې به د امریکايي حکومت مرسته وکړي.
د ای پي د رپورټ ترمخه په موجوده وخت کې په ګوانتانامو کې ۳۷ قیدیان دي چې د لسو په ضد په فعاله توګه مقدمې دوام لري.
یادونه: د دې خبر معلومات د ای پي خبري ادارې نه اخیستل شوي دي