لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

داعش په کوټه کې د عیسایانو د وژنې ذمه واري قبوله کړې


خودسره اسلامي ریاست یا داعش ګوند تیره شپه د پاکستان ناارامه صوبې بلوچستان سرښار کوټه کې د عیسايي ټولنې دوو غړو په ډزو د وژلو او د پېنځو د ژوبل کولو پړه په غاړه اخېستې.

ځايي پولیسو او عیني شاهدینو ترمخه وژل شوي او ژوبل شوي عیسایان تیره شپه په کوټه کې د خپلې عبادتخانې یا کلیسا نه د عبادت وروستو بهر روان وو چې په موټر ساېکل سورو نامعلومه کسانو په دوي ناتاره ډزې وکړې او د پېښې د ځاېې وتښتیدل.

داعش د خپلې خبرې ادارې عماق په لار د دغه حملېذمه واري قبوله کړې.

د جهادي ډلو د ویب پاڼو د څارنې یوې ادارې ساېټ تر مخه تندروه ګوند په خپل بیان کې بغیر د څه ثبوتونو وړاندې کولو ویلي، په سیمه کې د دوي ځېلې ډلې داعش خراسان دغه برید ترسره کړی.

په روانه میاشت کې په کوټه ښار کې د داعش تندروه ګوند لخوا په عیسایانو دا دویم ترهګر برید دی. د اپریل میاشتې په دویمه نېټه هم په دغه ښار کې نامعلومه وسله والو په رکشه کې ناست څلور عیسایان په ډزو وژلي. دغه څلور واړه کسان د یوې کورنۍ غړي وو.

تیرکال د دسمبر په میاشت کې هم د داعش تندروه ګوند دوه ځان وژونکو په کوټه کې په یوه کلیسا برید کړی وو چې پکې نهه عیسایان وژل شوي او ۳۰ نور ژوبل شوي وو.

په پاکستان کې چارواکي تور لګوي د داعش ګوند پلویان په ګاونډي افغانستان کې بریدونه پلاونوي او بیا په پاکستان کې بریدونه ترسره کوي. پاکستان څو څو وارې په کابل غږ کړی په خپله خاوره دې ددغه تندلارو پناه ځایونه په نخښه کړي.

که څه هم په پاکستان کې چارواکي په ښکاره دا نه مني چې داعش ګوند په پاکستان کې وجود لري خو وخت په وخت دغه تندروه ګوند په پاکستان کې د بریدونو او په دیوالونو د پوسټرو او لیکنو په لار خپل موجودیت ښودلی.

پاکستاني چارواکي په دغه هیواد کې د داعش د وجود نه انکار کوي خو دغه ګوند بیا د پاکستان لپاره یو خطر هم ګڼي.

د پاکستان ګاونډي افغانستان بیا وخت په وخت تور لګوي چې په افغانستان کې موجود داعش وسله وال زیات تره هغه پاکستاني طالبان یا وسله وال دي چې د پاکستان نه تښتیدلي او دا مهال په افغانستان کې د افغان عسکرو پرضد جګړه کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG