لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

داعش په کابل کې د ځانمرګي حملې ذمه واري ومنله


د سېپټمبر د میاشت د دريمې نېټې په دې تصویر کې د کابل هغه کوڅه لیدل کېږي چې یوه ورځ مخکې په کې ځانمرګي حمله کوونکو شپږ کسان ووژل
د سېپټمبر د میاشت د دريمې نېټې په دې تصویر کې د کابل هغه کوڅه لیدل کېږي چې یوه ورځ مخکې په کې ځانمرګي حمله کوونکو شپږ کسان ووژل

داعش وسله والې ډلې د نهې، سه شنبې، په ورځ د افغانستان په سرښار کابل کې یوه ورځ وړاندې شوې ځانمرګي حمله ومنله او ويې وېل د حملې هدف د طالبانو د حکومتي وکیل یا د څارنوال دفتر و.

د داعش د مطبوعاتو څانګې عماق د سوشل ميډیا په ټېلېګرام وېب پاڼه وویل ځانمرګي حمله کوونکي انتظار کولو چې د څارنوال د دفتر کارکوونکي کار په ختمېدو د دفتر نه تګ شروع کړي او بیا يې د ګڼې ګوڼې په منځ کې چاودېدونکي مواد وچلول.

د پولیس ترجمان خالد ځدران د ګل، دوشنبې، د ورځ په حمله کې د شپږو کسانو د وژل کېدو او د ۱۳ نورو کسانو د زخمي کېدو تصدیق کړی و.

داعش په چاودنه کې د خلکو د مرګ ژوبلې شمېره ۴۵ وښودله. ډلې وویل حمله يې د طالبانو په بند کې د مسلمانانو د قېد کېدو په بدل کې کړې.

په کال ۲۰۲۱ کې د طالبانو د بیا واکمېندو راهسې په افغانستان کې د تشدد کچه کمه شوې خو د داعش خراسان څانګې په کابل او د افغانستان په ځینو نورو سیمو کې د حملو ذمه واري منلې ده.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG