داعیش وسله والې ډلې دړکه کړې ده چې که چرې د قیدیانو د تبادلې غوښتنه نه يي وو نه منلی شوه نو په لکه کې دوه خارجي یرغمل به قتل کړي.
په انټرنیټ د ډلې په یو بیان کې د غوښتنو د پوره کیدو دپاره د شورو یا د چارشنبې نیټه ټاکلې ده.
داعیش د یوې میرمن ساجده الرشاوي د ازادیدو غوښتنه کړې ده. ساجده الرشاوي د اردن په ولکه کې ده. هغه کال ٢٠٠٥ کې امان کې د ترهگرۍ برید په لړ کې نیولې شوي ده. پیښه کې ٦٠ کسان وژل شوي وو.
داعیش ویلي که غوښتنه يي وو نه منلی شوه نو یرغمل نیولی کسان، د اردن پائلټ مواث الکسیبی او جاپانې صحافي کنجی گوټو به قتل کړي.
جاپان د گوټو د ازادولو دپاره اردن نه د مرستې غوښتنه کړې ده.
د اتوار یا شنبې په ورځ جاپاني وزیراعظم شېنزو ایبی داعیش لخوا د یو بل جاپاني شهري د سر قلم کیدو سخته غندنه وکړه.
د جاپان این ایچ کی نشریاتي ادارې سره خبرو کې شینزو ایبی وویل جاپان به ترهگرۍ ته نه تسلیمیږي او د کنجی گوټو د ازادۍ غوښتنه يي وکړه. گوټو د اکتوبر په میاشت کې شام کې په داسې مهال ونیول شو چې د یوکاوه د ازادولو کوشش يي کولو.
داعیش د گوټو یو وډیو جاري کړی چې هغه پکې د یوکاوه سرقلم تصویر نیولی دی. وډیو کې د کس د یوکاوه د قتل الزام په ایبی لگوي.
داعیش چې عراق او شام کې يي په پراخه سیمو قبضه کړې ده، تیره هفته د یرغمل جاپاني شهریانو د ازادۍ په بدل کې د ٢٠٠ میلینه ډالرو تاوان غوښتی وو.