لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

آیا په کابل د طالبانو واکمني د پاکستان ګټه ده؟


د پاکستان وزير اعظم عمران خان
د پاکستان وزير اعظم عمران خان

د پاکستان وزير اعظم عمران خان تېره اونۍ په تادۍ کې تايد کړه چې طالبانو د افغانستان واک نيولی، د غلامۍ زنځيرونه يې مات کړي او د طالبانو ستاينه يې وکړه چې د غربي استخباراتو د معلوماتو تر مخه پاکستان روزلي.

د غربي امنيتي چارواکو په وينا پاکستان د نهې، سه شنبې، په ورځ وړومبی انعام دا واخېست کله چې طالبانو د ګوانټانامو بی پخوانی بندي عبدالقيو ذاکر د افغانستان د دفاع قايم مقام وزير وټاکلو. په دې اړه لومړی خبر الجزيره ټېلې وژن ورکړو.

ذاکر پیژندلی جنګي کمانډر او د حقاني شبکې ملاتړدی چې د طالبانو برخه ده او د بهرني جهادي ډلو سره نزدې اړيکې لري خو د امریکې په زندان کې به یې ځان د ټېټې درجې وسله والو ښودلو.

په دې تصویر کې پخوانی صدر براک اوباما او نور مامورین د بن لادن خلاف اپرېش نېِغ په نېِغه ګوري
په دې تصویر کې پخوانی صدر براک اوباما او نور مامورین د بن لادن خلاف اپرېش نېِغ په نېِغه ګوري

د رپورټونو د مخه هغه د افغانستان د حکومت او ولسمشر اشرف غني سره د خبرو اترو نه کولو او د ګټې پورې د جنګ کولو په سوب دحقاني ډلې په خوا ودرېدلو.

ذاکر د پاکستاني استخباراتي ادارې اي ايس اي سره د خپل نزدېوالي په وجه پېژندل کيږي او داسې باور کيږي چې يادې ادارې هغه ډېر په تادۍ د بند نه راويستلی و کله چې په کال 2010 کې هغه د نورو نهه طالبانو سره د بلوچستان په سر ښار کويټه کې نيول شوی و.

ذاکر چې هغه وخت 38 کلن و د افغانستان پولې ته نزدې په هلمند ولایت کې جنګي عمليات کول او د غربي امنيتي چارواکو په وينا هغه به په ازاده توګه د پولې دواړو غاړو ته حرکت او جنګ يې تود ساتلو چې پکې د سړک د غاړې بمي چاودنې ځانمرګي بريدونه او د ناټو ځواکونو په نخښه کول وو.

د امنيتي سرچينو تر مخه دا د واشنګټن د پاره د قهر وړ وه چې پاکستان د بلوچستان صوبه د امريکا ډرون بريدونو نه لرې وساتله او وايي ايي اېس ايي ذاکر او طالبانو ته خاص اختيار ورکړی و.

دومخي:

غربي چارواکي د پخوا نه دا دليل لري چې اي ايس اي د ترهګرۍ په جنګ کې دوه مخي کوي اول خو دا چې ټولې دنيا ته معلومه شوه د القاعده بنياد ايښودونکی اوسامه بن لادن امريکايانو په يو کور کې وموندلو چې د پاکستان د ټولو لوې پوځي اکيډمي سره په خوا کې و.

ولسمشر اوباما چې کله د واک نه کوز شو نو هغه دا په ډاګه ويلي وو چې هغه د اوسامه خلاف د عملياتو نه د پاکستان د خبرولو نه ډډه وکړه ځکه دا يوه ښکاره خبره وه چې پاکستانی پوځ او په خصوصي توګه د استخباراتي ادارې ځینې مامورین د جهاديانو سره اړيکي ساتي او په ځينې وختونو کې يې د سټريټيجېک اثاثو په توګه د هند خلاف او په سيمه کې کاروي.

په اېبټ اباد کې بن لادن کور
په اېبټ اباد کې بن لادن کور

د ولسمشر ټرمپ حکومت په کال 2018 کې د پاکستان پوځي مرستې ودرولې او پاکستان يې د طالبانو خلاف په ګام نه اخستلو تورن کړو خوپاکستان دغه ردوي چې ترهګر روزي.

د طالبانو واک اخېستل او ذاکر د دفاع وزير ټاکل داسې ګڼل کيږي د پاکستان په جيو پولېټکل کچه يوه بله ګټه ده. د پاکستان اي ايس اي دطالبانو مشر ملا عمر د روسي ځواکونو خلاف جنګ ته د کال 1980 په لسيزه کې تربيه کړی و او چې ټپي شوی و نو په پاکستان کې يې علاج شوی و.

په کابل کې د هند پخوانی سفير ګوتم موخوپدايه د ګل، دو شنبې، په ورځ ويلي چې د طالبانو بريا د افغان په څېره کې د پاکستان اشغال دی.

د اسټريليا د مېلبورن پوهنتون پروفير محمد نديم ملک وايي “د پاکستان لويه ګټه دا ده چې هند به په افغانستان کې خپل اثر وبايلي او د طالبانو واک به پاکستان د دې جوګه کړي چې دوه اړخيزه تجارت زيات کړي او نورو منځني ايشياي ملکونو ته په اسانه لاس رسی ولري”.

خطرونه:

د نديم ملک او د سي اي ای د ترهګرۍ ضد چارو د پخواني کارپوه بروس ريډل په رنګ څېړونکي وايي دا به د پاکستان د پاره لانجمن هم شي ځکه د طالبانو چې کېدلی شي ترهګرې ډلې حوصله ومومي لکه د تحريک طالبان پاکستان چې د زرګونو پاکستانيانو وينه يې توی کړې ده.

خبرونه ښايي طالبانو د تحريک طالبان پاکستان په سلګونو غړي د افغانستان د جېلونو خوشي کړي چې پکې د ډلې نايب امير مولوي فقير محمد هم دی
خبرونه ښايي طالبانو د تحريک طالبان پاکستان په سلګونو غړي د افغانستان د جېلونو خوشي کړي چې پکې د ډلې نايب امير مولوي فقير محمد هم دی

خبرونه ښايي طالبانو د تحريک طالبان پاکستان په سلګونو غړي د افغانستان د جېلونو خوشي کړي چې پکې د ډلې نايب امير مولوي فقير محمد هم دی.

بروس ريډل وايي “په افغانستان کې د طالبانو او اي ايس اي ګټه به ورته لانجمه شي او ډېرې خطرې او تشدد به د پاکستان په اړه رامنځته کړي”.

یادونه: د وي او ای د انګریزۍ څانګې دپاره دا رپورټ خبریال جېمي ډېټمر تیار کړی او بهروزخان د وي او ای ډیوه وېب پاڼې دباره ترجمه کړی دی

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG