د پاکستان د بهرنیو چارو نوي وزیر ښاغلي اسحاق ډار د خپل منصب چارې سمبال کړي دي اؤ د مسلم لیګ (ن) په حکومتونو کې څو ځله د خزانې د وزیر په توګه پاتې شوي اسحاق ډار ته د خارجه وزارت د څوکۍ په سپارل کېدو پاکستان کې تاوده بحثونه روان دي.
اسحاق ډار د نهې- سه شنبې په ورځ په داسې حال کې د خارجه وزیر په توګه خپلې ذمه وارۍ پېل کړي چې د څېړونکو په وینا پاکستان دا مهال په اقتصادي اؤ خارجه محاذ د ګڼ شمیر چلینجونو سره مخ دی.
که څه هم اسحاق ډار تر اوسه کوم پالیسي بیان نه دی ورکړی خو روانه میاشت د وزیراعظم په توګه له ټاکل کېدو وروسته شهباز شریف واضحه کړې وه چې پاکستان به نور د کومې "سترې لوبې "برخه نه جوړیږي اؤ د امریکې په ګډون ګاونډیو هیوادونو سره غوره اړیکو ته لېواله دی.
څېړونکي وایي که چرې د پاکستان اقتصادي چلینجونه راکم نه شي نو ددې اغیزې به د هیواد په خارجه پالیسۍ هم کیږي اؤ په پاکستان به لارې نورې هم تړل کیږي.
ګاونډیانو سره د پاکستان د اړیکو بڼه به څه وي؟
د سینیټ د دفاعي کمیټې پخوانی چیرمین مشاهد حسین سید وایي چې په خارجه مهال هند،افغانستان اؤ ایران سره دپاکستان اړیکې خورا مهمې دي.
امریکا غږ اردو سره خبرو کې مشاهد حسین ویلي تر څو چې د سیمې هواري د حل طلب ستونزو څه حل ونه لټول شي تر هغې په خارجه محاذ پاکستان ته پرمختګ شونی نه دی.
د پاکستان اؤ هند اړیکې له یوې اوږدې مودې راهسې تاوجنې دي، په اګست 2019م کې د هند له لوري د خپلې برخې د کمشیر د ځانګړي حیثیت ختمولو نه وروسته دا اړیکې نورې هم خرابې شوې دي.
د مشاهد حسین سید په وینا پاکستان کې اوس نوی حکومت جوړ شوی دی اؤ په هند کې هم په مئ میاشت کې نوی حکومت جوړیږي نو د هېلې یو څرک په نظر راځي.
هغه وایي د هند اؤ پاکستان اؤ تر منځ ستونزې ډیرې پیچلې دي خو په اړیکو کې غوره والی د دواړو هیوادونو په ګټه دی.
د نړیوالو اړیکو څېړونکی ډاکټر حسن عسکري وایي،د اګست 2019م نه راپدیخوا د پاکستان اؤ هند په اړیکو کې ځنډ تر ډیرې مودې پځای نه شي ساتل کیدای، هند کې په مئ کې ټولټاکنې کېدونکني دي، له هغې وروسته به وضعیت واضحه شي چې اړیکې په کوم لوري ځي .
ایران اؤ افغانستان سره د تعلقاتو چیلنج :
د هند تر څنګ افغانستان اؤ ایران سره هم د پاکستان اړیکې خرابې دي اؤ په دې وروستیو کې د ایران امینتي ځواکونو بلوچستان کې د ترهګرو شکمنې ځالې په نخښه کړې وې چې د هغې ځواب کې پاکستان هم په ایران کې ځوابي کارروایي کړې وه.
همدا شان په افغانستان کې په افغانستان د واکمنو طالبانو لخوا د ټي ټي پي پر ضد د ګامونو نه اخستل کېدو له امله پاکستان د افغان طالبانو د حکومت نه هم مړه خوا یا زړه توری دی اؤ د پاکستان څخه د افغان کډوالو په ویستل کېدو افغان طالبان د پاکستان نه مرور دي.
مشاهد حسین سید وایي د پاکستان نوي حکومت ته به دې دواړو هیوادونو سره د اړیکو ښه کولو لپاره د خبرو اترو لپاره خپلول وي.
د څېړونکي حسن عسکري وینا ده، کتل به دا وي چې د شهباز شریف حکومت افغان طالبانو سره د کوم نوعیت اړیکې ساتي اؤ له هم هغې به معلومیږي چې د دواړو هیوادونو اړیکې په کوم لوري ځي؟
د حسن عسکري په وینا، طالبان د افغان کډوالو په ویستلو له پاکستان خفه دي ځکه چې دا فېصله د پاکستان اسټیبلشمنټ کړې ده اؤ ددې بدلول له د پاکستان د نوي حکومت لپاره مشکله وي.
حسن عسکري وایي د ایران سره چې اړیکو چې د تاو تریخوالي له امله کوم بحران رامنځته شوی ؤ هغه اوس پشا شوی دی.
په تاریخي توګه د لویدیځې اروپا، برتانیې اؤ روس تر منځ د منځۍ ایشیا هیوادونو هیوادونو ته د لاس رسي اؤ دغلته د اثر اؤ نفوذ ترلاسه کولو سیالۍ ته د "سترې لوبې" نوم ورکړل شوی ؤ وروستو همدغه اصطلاح په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد اؤ امریکې تر منځ د سیوا شوي مسابقت یا رقابت لپاره وکارول شوه اؤ اوس همدا اصطلاح د امریکې اؤ چین ترمنځ د روانې مقابلې لپاره کارول کیږي.
څېړونکی پروفیسر اعجاز خټک وایی د پاکستان له لوري دا خبره په تېرو وختونو کې هم شوې ده چې پاکستان به د یو لوري په طرف نه ودریږي.
امریکا غږ سره خبرو کې پروفیسر اعجاز خټک ویلي پاکستان به دا هیله ولري چې د امریکې اؤ چین په سیوا شوي رقابت کې فریق جوړ نه شي.
خو هغه پوښتنه کوي چې ایا پاکستان له دې بیل پاتې کیدای شي؟ وایي دا یو ستره پوښتنه ده اؤ تر دې هم ستره اؤ مهمه پوښتنه دا ده چې ایا پاکستان دومره توان لري چې ددې سیالۍ برخه جوړه نه شي . پروفیسر اعجاز خټک وایي دا هر څه به راتلونکی وخت روښانه کړي.
سینیټر مشاهد حسین سید په دې نظر دی چې د چین اؤ امریکې تر منځ د سړې جګړې نیغه په نیغه اغېزې تر ډیره حده په پاکستان نه کیږي.
د هغه په وینا پاکستان د چین سره ډیر نزدیکت لري اؤ د چین اؤ پاکستان ترمنځ چې په اقتصادي راهدارۍ (سي پیک)کې کومې ستونزې مخې ته راغلې وې هغه اوس د ماضي کیسه جوړه شوې ده.
پروفیسر اعجاز خټک وایي د پاکستان د خارجه پالیسۍ محور هم دادی چې چې د امریکې اؤ چین په سیالۍ کې ځان بې پلوه وساتي.
( د وي او ای اردو په مننه)
Forum