لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنرال فیض د ایي ایس ایي دمشرې نه لرې او د پېښور کور کمانډر وګمارل شو


دپاکستان دپوځي استخباراتي شبکې ایي ایس ایي مشر لیفټننټ جنرال فیض حمید دخپل منصب څخه لرې کړل شوی اؤ دپېښور کور کمانډر لګول شوی دی.

پوځ د زیارت په ورځ خپل یو لنډ بیان کې دپېښور د کورکمانډر په توګه دجنرال فیض حمید دټاکنې خبرتیا ورکړې خو نه یې دي ویلي چې هغه د ایي ایس ایي د مشرولۍ نه ولې لرې کړل شوی دی؟

نوموړی په جون 2019م کې دایي ایس ایي مشر ټاکل شوی ؤ .

دپاکستان دپوځ دننه عموماً دغسې بدلیانو ته په عادي بڼه کتل کیږي خو دافغانستان په موجوده وضعیت کې اؤ بیا په ځانګړي ډول په داسې حال کې چې دپاکستان په قبایلي سیمو اؤ بلوچستان کې په امنیتي ځواکونو دتندروه ډلو دبریدونو لړۍ چټک شوې ده،څېړونکي دجنرال فیض دپېښور دکور کمانډر په توګه ټاکل زیات مهم بولي.

په جنرال فیض حمید وخت په وخت د څېړونکو اؤ سیاسي مشرانو لخوا تورونه لګول شوي چې تندروه فکر لرونکو سره جوختې اړېکې لري اؤ محکمو هم خپلو بیلابیلو پرېکړو کې وخت په وخت دهغه لانجمن کردار ته ګوته نیولې ده خو پوځ دا ټول تورونه بې ځایه بللي دي.

پاکستان کې دحکومت مخالفه ګوند مسلم لیګ نواز مرستیالې مشرې مریم نواز ویلي چې دهغې اؤ میا نواز شریف په ضد دوسیه جنرال فیض حمید جوړه کړې ده ده.

اسلام باد کې رسنیو ته مریم نواز ویلي جنرال فیض محکمو ته ویلي وؤ چې ترڅو دکال 2018م ټاکنې نه وي شوي هیڅوک به هغوئ په ضمانتونو نه خوشې کوي.

هغې ویلي کله چې جنرال فیض په جي ایچ کیو کې دنده ترسره کوله نو په ججانو یې فشار راوړی ؤ چې دنوازشریف اؤ دهغه دلور‌ مریم نواز په ضد باید فیصله وکړي.

مریم نواز زیاتوي دا یوه سیاسي قضیه وه چې دا اؤ پلار یې پکې زندان ته واچولی شول اؤ بیا دجنرال فیض په وینا محکمو هغوئ ته ضمانت نه ورکولو.

هغې زیاته کړې" که چرې مونږ ته ضمانت راکړل شوی ؤ نو دهغه (جنرال فیض) د دوؤ کالو محنت به په اوبو لاهو شوی ؤ"

خو دسیاسي چارو دپاره بیا دپاکستان د وزیراعظم معاون شهباز ګل بیا دمریم نواز دا تورونه رد کړي اؤ وایي هغه(مریم) دپوځ په یو جنرال د تورونو لګولو له لارې دخپل غبن نه د ولس دپام اړولو هڅې کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG