لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ابو ابراهیم الهاشمي د داعش نوی مشر اعلان شو


د امریکې د دفاع وزارت پېنټگان د هغه ځای تصویر جاري کړی چرته چې البغدادي وژل شوی دی
د امریکې د دفاع وزارت پېنټگان د هغه ځای تصویر جاري کړی چرته چې البغدادي وژل شوی دی

د ابوبکر البغدادي د وژل کېدو وروسته د داعش وسله والې ډلې ابو ابراهیم الهاشمي خپل نوی مشر اعلان کړو.

د داعش مطبوعاتې څانگې الفرقان فاونډېشن د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په یو اډیو یا غږیز پېغام کې د ډلې د نوي مشر د ټاکل کېدو اعلان وکړو.

د اېسوسي اېټډ پرېس خبري ادارې ترمخه، په پېغام کې وینا کوونکي د ابو حسن المهاجر د وژل کېدو تصدیق هم کوي. المهاجر د البغدادي نژدې ملگری او د داعش ترجمان و.

په اډیو پېغام کې وینا کوونکي پېژندگلو د ابو حمزه القرېشي په نامه شوي چې په پلویانو غږ کوي چې د الهاشمي بیعت وکړي او امریکایانو ته وايي چې "خوشحالېږئ مه".

المهاجر د شمالي شام په جرابلس ښار کې د امریکايي او کرد ځواکونو په مشترکه عملیاتو کې د اتوار، یکشنبې، په ورځ ووژل شو.

البغدادي د شام په ادلب ښار کې ځان په داسې حال کې په بم ووژلو چې امریکايي ځواکونو د هغه په پټن ځای چاپه ووهله.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG