لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د داعش مشر په پلویانو غږ کړی چې حملې او تبلیغات وکړي


په کال ٢٠١۴ کې د بغداد په النوري جومات کې د خطبې وروسته ۴٨ کلن البغدادي په عام توگه نه دی لیدل شوی
په کال ٢٠١۴ کې د بغداد په النوري جومات کې د خطبې وروسته ۴٨ کلن البغدادي په عام توگه نه دی لیدل شوی

د داعش وسله والې ډلې مشر ابوبکر البغدادي په یو نوي پېغام کې په پلویانو غږ کړی دی چې خپلو عملیاتو ته دې دوام ورکړي او نور تبلېغات دې وکړي.

د البغدادي د غږ دغه پېغام د داعش د مطبوعاتو څانگې الفرقان د گل، دوشنبې، په ورځ په اېټرنېټ خپور کړو. البغدادي په پلویانو غږ وکړو چې د داعش هغه غړي هیر نکړی چې قید دي او یا د کډوالو په کېمپونو ژوند کوي.

امریکايي مامورینو د داعش د مشر په نوي پېغام لا څه تبصره نه ده کړې.

د اېسوسي اېټډ پرېس خبري ادارې ترمخه البغدادي په خپل پېغام کې دا هم وویل چې داعش په بېلا بېلو ملکونو کې حملې جاري ساتلې دي.

د دې نه وړاندې د سږ کال د اپرېل په میاشت کې د البغدادي یو وډیو مخې ته راغلی و. دغه وډیو په تېرو پنځو کلونو کې د هغه لومړی پېغام و چې هغه پکې په عام کچه ولیدل شو. په دغه وډیو کې هغه په شام او عراق کې د داعش خلافت د ختمیدو په بدل کې د انتقام غږ کړی و.

په کال ٢٠١۴ کې د بغداد په النوري جومات کې د خطبې وروسته ۴٨ کلن البغدادي په عام توگه نه دی لیدل شوی. وخت په وخت د هغه د مرگ په اړه گنگوسې هم خورې شوې دي خو امریکايي مامورینو د هغه د مرگ تصدیق نه دی کړی. امریکايي پوځي او استخباراتي چارواکي گڼي چې البغدادي د عراق او یا شام په لرې پرتو سیمو کې پټ دی چرته چې د داعش پلویان ډیر دي.

د کال ٢٠١٦ راهسې امریکې د ابوبکرالبغدادي په نیولو کې د مرسته په بدل کې د ٢٥ مېلین ډالرو انعام اعلان کړی دی. هم دومره انعام امریکې د القاعده د مشر اېمن الظواهري په سر اعلان کړی دی.

ای پي وايي که څه هم داعش د جنگ په میدان ماتی خوړلی دی خو د تنظیم وړې ډلې اوس هم په شام او عراق کې حملې کوي.

ای پي وايي په خپل نوي پېغام کې البغدادي په داعش په غړو غږ وکړو چې هغه ججان او مامورین په هدف کړي چې د داعش د نیول شویو وسله والو تفتیش کوي. رپورټ وايی البغدادي په شام او عراق کې د داعش نیول شویو پلویانو او په کېمپونو کې د داعش د وسله والو کورنیو ته وویل چې د صبر نه دی کار واخلي.

ای پي وايي د شام په الهول کېمپ کې ٧٣٠٠٠ کسان ژوند کوي چې زیاتره پکې د داعش وسله والو د کورنیو غړي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG