لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اعش د پېښور سره نژدې هغه حمله منلې چې دوه سیکان پکې وژل شوي دي


د پېښور د سربند ټانې په حدودو کې د اتوار/ يکشنبې په ورځ (15 مې) د سيکانو د وژلو زمه واري داعش ډلې منلې ده. له دې وړاندې د تېر اکتوبر په مياشت کې پېښور کې د بل سيک مذهب منونکي ستنام سينګ د وژنې زمه واري هم داعش منلې وه.

په سربند کې د دوه سيکانو وروڼو د وژنې دا پېښه په داسې حال کې مخې ته راغلې چې له دې يوه ورځ وړاندې د خالي/شنبې په ورځ د پېښور د سي ټي ډي پوليسو دعوه کړې وه چې د مارچ میاشت کې د پېښور په کوچه رسالدار کې د شوي ځانمرګي برید دپلان جوړونکي په شمول یې د وسله والې ډلې داعش دوه ترهګر وژلي دي.

پېښور کې سيکان تور لګوي چې صوبايي او مرکزي حکومت ورسره غمرازي او نه د دوی پوښتنه کړې او نه حکومت سنجيده دی چې لږکۍ خوندي کړي.

د سيک ټولنې بلبير سنګ نومي ځوان وايي د يوي لسيزي راهسي يې د ټولني وار په وار سره هدفي وژنې روانې دي او حکومت ورته په امنیت ورکولو کې ناکامه شوی دی.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وویل، د 20 کالو راهسې د دوی سيکان وژل کيږي، د سيکانو د وژنو هيڅ مخنيوی نه دی شوی.

خو د خېبر پښتونخوا وزیراعلا محمود خان د سيکانو د وژنې د پېښې نوټس اخستی او د صوبې د پولیسو مشر ته يې امر کړی چې په پېښه کې د ککړو مجرمانو د نیولو لپاره باید کلک ګامونه واخلي.

د تېر مارچ په څلورمه داعش په پېښور کې په يو امام بارګاه د بريد زمه واري هم منلې وه په دغه بريد کې تر 60 پورې تنان وژل شوي وو او نزدې دوه سوه پکې ژوبل شوي وو، او پوليسو بيا ويلي وو دغه بريد کې ککړ تنان يي د پېښې څور ورځې وروسته په يوه مقابله کې وژلي وو.

له دغې نه وړاندې په باجوړ، کوهاټ، پېښور، وزيرستان، کرمه ، سبي، پينډۍ او نورو يو شمېر سيمو کې داعش ډلې د هدفي وژنو او د بمي چاودونو زمه وارۍ هم منلې وې.

د شمېرو ترمخه د پېښور د تازه بريد نه وړاندې داعش روان کال په پنجاب کې د دوه، په پلوچستان کې د يو، او خېبر پښتونخوا کې د اوو بريدونو زمه وارۍ منلي چې پينځه په پېښور او درې بريدونه يې باجوړ کې کړي دي.

د پېښور پوهنتون د جرنلزم د څانګې استاز سيد عرفان اشرف وايي، داعش چې په لږکيو بريدونه کوي دغه ډله د دې لارې خپل اهيمت ښکاره کوي ځان ښکاره ساتل غواړي او د پاکستان په حکومت فشار اچوي، چې داعش دلته شتون لري او بريدونه کولی شي.

سیکان وايي په خېبر پښتونخوا کې د کال 2009 نه راپدېخوا د سيک مذهب سره تړاو لرونکي نزدې د 24 پوري کسان د هدفي وژنو ښکار شوي دي.

د مارچ په میاشت کې د امریکا د سنټرل کمانډ مشر، جنرل فرانک مکېنزي د کانګرس غړو ته ويلي ووچې د امریکا او د ملاتړ افغان ځواکونو د دوامداره فشار پرته اوس داعش خراسان په افغانستان کې خپلې پښې نورې هم ټينګوي.

د امریکا او نورو ملکونو استخباراتي ادارو د اندازې ترمخه د تېر کال اګست په مياشت کې په افغانستان کې د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته دغلته د داعش خراسان د غړو تعداد اوس د 4000 څخه سېوا شوی دی.

امریکايي جنرل اندېښنه ښودلې وه چې د اوړي په موسم رارسېدو سره به د داعش خراسان حملې سېوا شي.

پاکستان کې چارواکي وخت په وخت دعوه کوي چې داعش په ملک کې په منظم ډول شتون نه لري، خو د دې باوجود داعش وخت په وخت د بريدونو زمه وارۍ مني او امنيتي ادارې د داعش د غړو د نيولو او وژلو دعوې هم کوي.

په اسلام اباد کې د غېر دولتي څېړنېزې ادارې سنټر فار ريسرچ اېنډ سيکورټي سټډيز تېره مياشت په خپل يو رپوټ کې ويلي وو، چې د روان کال په لومړیو درېو مياشتو کې په ملک کې د تشدد په بېلابېلو پېښو کې 344 کسان وژل شوي دي.

په دغه رپوټ کې ويل شوي وو د تشدد په پېښو کې تر ټولو زیاته مرګ ژوبله عامو خلکو ته اوښتې ده، او د اغېزمنو 90 فيصدي کسانو تعلق د خېبر پښتونخوا او بلوچستان صوبو سره دی.

رپورټ کې ويل شوي چې د روان کال د لمړو دريو مياشتو په مهال د تشدد په پېښو کې تر ټولو زیاته 140 فيصدي مرګ ژوبله ولسي وګړو ته اوښتې او دا شان د ترهګرۍ ضد عملیاتو کې 35 فيصدي وسله وال هم وژل شوي دي.

(په دې رپورټ کې ځينې مالومات د ډیوه خبریال عثمان خان شريک کړي دي).

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:55 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG