لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

داعش د مصر د 11 پوځي عسکرو د وژلو دعوه کړې 


ای پي وايي د اتوار، یکشنبې، په ورځ د وژل شویو عسکرو په جنازو کې د زرګونو په شمېره کې خلکو شرکت وکړو
ای پي وايي د اتوار، یکشنبې، په ورځ د وژل شویو عسکرو په جنازو کې د زرګونو په شمېره کې خلکو شرکت وکړو

په مصر کې د داعش سره تړلې وسله والې ډلې ویلي د نهر سویز په مشرقي غاړه حمله کې یې د مصر 11 پوځي عسکر وژلي دي.

وسله والې ډلې د اتوار، يکشنبې، په ورځ په مصري ځواکونو د حملې مسولیت ومنلو.

د اېسوسي اېټیډپرېس خبري ادارې ترمخه د مصر پوځ وویل د خالي، شنبې، په ورځ حمله کې لږ تر لږه پېنځه عسکر زخمیان شوي هم دي، چې په ورستي کلونو کې په مصر کې په خونړیو حملو کې یوه وه.

ای پي وايي د اتوار، یکشنبې، پهورځ د وژل شویو عسکرو په جنازو کې د زرګونو په شمېره کې خلکو شرکت وکړو.

د حملې په مضمراتو د غور دپاره د مصر صدر عبدالفتح السیسي د امنیتي ځواکونو د شورا یا د سپریم کاونسل چې پکې مسلح ځواکونه هم شامل دي، د غونډې مشري وکړه داعش وسله والې ډلې د عماق خبري ادارې دلارې د حملې ذمه واري ومنله.

ای پي وايي د بیان د کره والي تصدیق نشي کېدلی خو دا په ټېلګرام نشر شوی دی او په ماضي کې هم یې داسې دول بیانونه نشر شوي دي.

په مصري عسکرو حمله په اسماعیلیه صوبه کې د نهرسویز په مشرقي غاړه د اوبو د راویستلو په پمپ وشوه. عسکر د پمپ په تحفظ ګمارل شوي وو.

مصر د ډیر وخت راهسې په جزیره نما سینا کې د داعش خلاف جنګېږي. داعش په مصري امنیتي ځواکونو او په عیسایانو ګڼ شمېر حملې کړي دي.

ای پي په خپل رپورټ کې وايي په 2018 کې د مصري ځواکونو د عملیاتو وروسته د داعش په حملو کې کمی شوی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG