لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

استخباراتي مامورین: ثناالله غفاري، په افغانستان کې د داعش خراسان مشر، وژل شوی 


امریکايي چارواکي د وسله والې ډلې د مشر په وژل کېدو کې د امریکې د ککړتیا او دا چې ګنې غفاري د امریکې په هوايي حمله کې وژل شوی دی
امریکايي چارواکي د وسله والې ډلې د مشر په وژل کېدو کې د امریکې د ککړتیا او دا چې ګنې غفاري د امریکې په هوايي حمله کې وژل شوی دی

د داعش خراسان وسله والې ډلې مشر دا هفته په افغانستان کې د پاکستان پولې سره نژدې سیمه کې وژل شوی دی. دا خبره په افغانستان او پاکستان کې استخباراتي چارواکو وي او ای ته کړې ده.

ثناالله غفاري د افغانستان د کونړ ولایت په غرنۍ سیمه کې په سفر و چې د طالبانو امنیتي ځواکونو د استخباراتي معلوماتو په بنیاد د نهې، سه شنبې، په ورځ په هدف کړو.

د طالبانو سرچینو وویل په سیمه کې د چاپو په مهال د داعش خراسان شپږ نور وسله وال هم وژل شوي دي.

غفاري چې د شهاب المهاجر په نامه هم یادېدو په افغانستان کې داعش امیر یا مشر بل کېدو. د هغه عمر د ۳۰ په لسیزه کې و او د ۲۰۲۰ راهسې د داعش خراسان مشر و.

پاکستاني استخباراتي مامورینو وي او ای ته د غفاري د وژل کېدو تصدیق کړی او ويې وېل چې هغه په پراسرار حالاتو کې مړ شوی دی.

پاکستاني چارواکو د داعش خراسان د مشر وژنې د ډلې خلاف لویه کامیابي وبلله.

وي او ای د افغانستان د واکمنو طالبانو ترجمان سره په دې اړه رابطه وکړه خو جواب یې ترلاسه نه شو.

بلخوا په کونړ کې سرچینو وي او ای ته د جمعې په ورځ وویل چې د غفاري د وژل کېدو شواهد يې ليدلي دي.

وېل کېږي چې غفاري د کابل اوسېدونکی و د ښار د مرکزي یونېورسټۍ نه یې تعلیم حاصل کړی و.

د امریکې حکومت د ريوارډ فار جستس دلاندې د غفاري په شناخت کولو او یا درک په معلومولو امریکې د ۱۰ مېلین ډالرو انعام اعلان کړی و.

یو امریکايي چارواکي چې د حالات په اړه معلومات لري وي او ای سره د هغه نوم د نه څرګندولو په شرط وویل چې امریکا لا د غفاري د وژل کېدو تصدیق نه شي کولی.

امریکايي چارواکي د وسله والې ډلې د مشر په وژل کېدو کې د امریکې د ککړتیا او دا چې ګنې غفاري د امریکې په هوايي حمله کې وژل شوی دی.

د امریکې د پوځ سېڼرل یا مرکزي کمانډ چې په جنوبي اېسیا او منځني ختیځ کې د امریکايي ځواکونو ذمه واري په غاړه لري هم د غفاري د وژنې تصدیق نه دی کړی.

د سېنټ کام ترجمان مېجر جان مور په یو ايمېل کې وي او ای ته وویل سېنټ کام د دې رپورټونو نه خبر دی چې د داعش خراسان مشر ددې هفتې په شروع کې په افغانستان کې وژل شوی دی خو د دې نه زیات څه نه شي وېلی.

په عامه کچه امریکايي چارواکي طالبانو سره د همکارۍ تردید کوي او د لوړې کچې وسله وال په هدف کولو په لړ کې د طالبانو په صلاحیت پوښتنې راپورته کوي.

د سېنټ کام جنرل مایکل اېرېک کورېلا د مارچ په میاشت کې قانون سازانو ته وویل چې طالبان په کره توګه د افرادو تعقب صلاحیت نه لري. هغه وویل طالبان په پراخه کچه د چاڼ یا لټون عملیات کولی شي.

د طالبانو ترجمان ذبیح الله مجاهد دغه خبرې رد کړې او ویې وېل په ۲۰۲۱ کې د واک ترلاسه کولو وروسته د طالبانو امنیتي ځواکونو د داعش خراسان ۱۷۰۰ وسله وال نیولي او د ۱۰۰۰ نه یې زیات وژلي چې په کې د ډلې ځینې اهم کمانډرانو هم شامل دی.

د اپرېل په میاشت کې طالبانو مطبوعاتو د غفاري خبرو څه برخه خپره کړه چې هغه په کې دا خبره تسلیموي چې د ترهګرۍ ضد عملیاتو کې ورته د طالبانو امنیتي ځواکونو نقصان رسوولی دی.

خپلې ډلې ته په مبینه پېغام کې غفاري وویل چې د ګوټو په شمار کمانډران یې پاتې دي. هغه به کابل او د افغانستان په نورو برخو کې د داعش خراسان ډلې د کمانډرانو د وژل کېدو خبره هم وکړه.

پاکستانۍ استخباراتي سرچینې وايي غفاري به په ازبکستان، تاجکستان او ایران کې د حملو مشري کوله.

غفاري په مبینه توګه په کابل کې د پاکستان په سفیر د ناکامه حملې منصوبه ساز هم و. داعش چې د تېر کال د حملې ذمه واري يې منلې وه، سفیر په کې محفوظ و خو یو محافظ یې زخمي شوی و.

یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای خبریالانو ایاز ګل او د جېف سېلډن د رپورټ نه اخیستل شوي دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG