لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

داعش خراسان په ازبکستان د راکټ حمله منلې 


داعش خراسان د ګل، دوشنبې، په ورځ په یو بیان کې وویل د ازبکستان په سرحدي ښار تبریز کې یو پوځي مرکز یې په لسو راکټو وېشتلی دی. دا خبره سایټ نومې ادارې کړې چې د په انټرنېټ د وسله والو ډلو د تبلیغاتو څارنه کوي
داعش خراسان د ګل، دوشنبې، په ورځ په یو بیان کې وویل د ازبکستان په سرحدي ښار تبریز کې یو پوځي مرکز یې په لسو راکټو وېشتلی دی. دا خبره سایټ نومې ادارې کړې چې د په انټرنېټ د وسله والو ډلو د تبلیغاتو څارنه کوي

په افغانستان کې د داعش وسله والې ډلې څانګې داعش خراسان دعوه کړې ده چې د افغانستان نه یې په ګاونډي هیواد ازبکستان د راکټ حمله کړې ده، چې په مرکزي اسیا کې د داعش لومړی برید ګڼل کېږي

داعش خراسان د ګل، دوشنبې، په ورځ په یو بیان کې وویل د ازبکستان په سرحدي ښار تبریز کې یو پوځي مرکز یې په لسو راکټو وېشتلی دی. دا خبره سایټ نومې ادارې کړې چې د په انټرنېټ د وسله والو ډلو د تبلیغاتو څارنه کوي.

د ازبکستان چارواکو لا تر اوسه د داعش خراسان په دعوو څه نه دي ویلي.

دا راکټې د افغانستان بلخ ویلایت حیراتان سرحدي سیمې نه ګوزار کړی شوي دي.

داعش خراسان د راکټو ویشتلو تصویران او وډیو هم خپاره کړي دي

تېر کال د اګست په میاشت کې افغانستان نه د امریکايي پوځ د انخلا وروسته د افغانستان دننه او خوا او شا د داعش په حملو کې اضافه لیدل شوې ده.

داعش په پآکستان کې هم د یو شمېر حملو مسولیت منلی دی چې پکې تیره میاشت په پیښور کې د شعیه مسلمانانو په جماعت حمله هم شامله ده. په دغه برید کې د 60 نه زیات کسان وژل شوي دي.

په عین حال کې واشنګټن تحریک طالبان پاکستان نړیواله ترهګر ډله ګرځولې ده. دغه ډلې هم د افغانستان نه د خارجي عسکرو د وتلو وروسته پاکستان کې په خپلو حملو کې زیاتوالی راوستی دی.

د پاکستان چارواکي وايي د یادې وسله والې ډلې مشران پاکستان کې د پوځې عملیاتو په وخت افغانستان کې پټ شوي دي او د پولې د بلې خوا نه پاکستان کې بریدونه کوي. پاکستاني چارواکي وايي د سږ کال د شورو نه تر اوسه سل پاکستاني پوځیان او امنیتي عسکر د تحریک طالبان لخوه ځمکني بمونو او حملو کې د افغان پولې ته څېرمه سیمو کې وژل شوي دي.

د پاکستان خارجه وزارت د اتوار، یکشنبې، په ورځ په افغان طالب چارواکو غږ کړی چې د تحریک طالبان وسله واله ډلې پرضد ګامونه پورته کړي چې په سرحدي سیمو کې د پولې بلې غاړې نه پآکستاني عسکرو باندې حملې کوي.

د پاکستان خارجه وزارت په خپل بیان کې وویل پآکستان بیا په تیرو میاشتو کې د افغانستان حکومت نه خواست کړی چې د دواړه هیوادونو ترمینځ ډیورنډ کرښه محفوظه کړي.

بیا نیه زیاتوي چې د افغانستان د خاورې نه یاده ډله په ازاده توګه پاکستان کې حملې ترسره کوي.

د پاکستان لخوا دا بیانیه په داسې حال جاري کړل شوې چې ددې یوه ورځ وړاندې افغان طالبان وايي د پاکستان جنګي جهازونو د افغانستان په خاوره خونړۍ حمله کړې ده. طالبانو په کابل کې د پاکستان سفیر هم احتجاج ته رابللی و، دغه برید کې تر 47 پورې کسان په خوست او کنړ ویلایتونو کې وژل شوي.

تر اوسه کوم ازادو سرچینو د پاکستان لخوا د برید کوم تائید نه دی کړی خو ویډیوګانې یې خورې شوي دي.

دا منل شوې خبره ده چې تحریک طالبان پاکستان افغان طالب کمانډرانو ته د پاکستان په خاوره وسله وال ورکړي وو کوم چې په کابل کې د غربي نړۍ په ملاتړ حکومت او خارجي پوځیانو پرضد حملو کې کارول کیده.


بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG