لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلام اباد: د ترهګرۍ ضد عدالت د علي وزیر د درېوو ورځو نور جسماني ریمانډ منظور کړی


د اسلام اباد ترهګرۍ ضد عدالت د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ مشر اؤ د قامي اسمبلۍ پخوانی غړی علي وزیر د دریوؤ ورځو په نور جسماني ریمانډ پولیسو ته سپارلی دی.

تېره اوونۍ هم عدالت د هغه د شپږو ورځو د جسماني ریمانډ منظوري ورکړې وه اؤ نن د جمعې په ورځ د دغو شپږو ورځو په ریمانډ پوره کېدو هغه په اسلام اباد کې د ترهګرۍ ضد محکمې د جج طاهر عباس سپرا عدالت ته وړاندې کړل شوی دی.

د ډان نیوز د رپورټ له مخې نن یو وارې بیا په عدالت کې سرکاري وکیل راجا نوید د عدالت نه د علي وزیر د ۲۰ ورځو د جسماني ریمانډ غوښتنه وکړه اؤ ويې ویل په دې شلو ورځو کې پولیس غواړي چې د علي وزیر نه د هغه موبایل فون ترلاسه کړي اؤ ځينې نورې پلټنې وکړي.

هغه عدالت ته ویلي دي چې د ترهګرۍ په مقدمه کې د یو ملزم تر ۹۰ ورځو جسماني ریمانډ ورکړل کیدای شي.

جج په دغه موقعه پوښتنه کړې ده چې تر اوسه په پلټنو کې څه پرمختګ شوی دی ؟

د علي وزیر وکیل مصدق عزیز د شلو ورځو د جسماني ریمانډ په غوښتنه اعتراض کړی اؤ ویلي یې دي ایا دا ټوقې دي چې پولیس د هغه نور د شلو ورځو جسماني ریمانډ غواړي ؟

هغه ویلي په علي وزیر درې مقدمې جوړې کړل شوې اؤ د درې کیلو چرس هم ورپسې اچول شوي دي چې په ضمانت خوشې نه شي.

تفتیشي افسر عدالت ته ویلي د علي وزیر په موبایل کې د هغو کسانو نمبرې دي چا چې د پولیسو مخه نیولې وه.

جج طاهر عباس سپرا ویلي د مقدمې درج کولو په مهال پولیس ته هم کتل پکار وؤ که نه ؟ یو تن د چا د ګاډي سره ټکر شو اؤ د هغه په ذهن کې ترهګري نه وه نو ایا اوس په هغه تن هم د ترهګرۍ دفعه لګیدلی شي؟

جج ویلي هغه به دا ګوري چې په دې مقدمه کې په علي وزیر د ترهګرۍ دفعه پځای لګیدلې ده اؤ که نه ؟ خو وروسته یې د هغه د دریوؤ ورځو جسماني ریمانډ منظور کړو.

د پي ټي ایم د وینا له مخې علي وزیر تېره اوونۍ د اسلام اباد پولیسو وروسته له هغې نیولی ؤ چې ګاډی سره یې یو موټر سایکل ټکر شو اؤ کله چې علي وزیر غوښتل په دغه پېښه کې ژوبل تن روغتون ته ورسوي نو پولیسو ونیولو.

په علي وزیر تازه تور دی چې له یوه پولیس یې په زور ټوپک اخیستی او د یوه بل پولیس وردي یې شلولې ده خو علي وزیر په ځان لګول شوي دا تورونه رد کړي دي.

په تېره پيشۍ کې علي وزیر عدالت ته ویلي وؤ چې د هغه ګاډي سره د ټکر کېدو له امله په موټر سایکل ناست یو تن ژوبل شوی ؤ اؤ هغه غوښتل دغه تن د علاج لپاره هسپتال ته یوسي خو وایي پولیسو پرې د دروغو تور ولګولو اؤ وي نیولو.

علي وزیر ویلي وؤ دی هم سوګند کولو ته تیار دی اؤ ایس ایچ او دې هم سوګند وکړي چې خبره هم دغسې ده که نه؟

علي وزیر تر دې وړاندې هم څو،څو ځله پولیسو د بیلابیلو تورونو په اساس نیولی دی.

هغه د پروسکال د اګست په 18مه نېټه په اسلام آباد کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د جلسې وروسته نیول شوی ؤ او یو شمېر مقدمې پرې درج کړی شوې وې چې پکې د بغاوت، ترهګرۍ ، بغیر د اجازې د جلسې کولو او په ټولنیز رسنیو د ریاست خلاف د بیانونو مقدمې شاملې وې خو وروسته بيا په ضمانت خوشی شوی وو.

له دې وړاندې په کال 2019م کې د خړ کمر د پېښې وروسته هم علي وزیر او محسن داوړ نیول شوي وو او وروسته په کال 2020م کې په کراچې ښار کې یوې جلسې ته د وینا کولو وروسته علي وزیر د بغاوت په تور یوه مقدمه کې نيول شوی وو او خواوشا 26 مياشتې وروسته له زاندنه په ضمانت خوشی شوی وو.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG