لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عدالت: حراستي مرکزونه تاثر ورکوي چې خلک په زور بې درکه کوول ریاستي تګلاره ده


د سېند صوبې خبریال مدثر نارو او د نورو بې درکه کسانو مقدمې د اورېدلو مهال د اسلام اباد هايي کورټ مشر قاضي جسټس اطهر من الله وویل حکومت څوک په زور بې درکه کولی نشي او دا چې دا یو منلی شوی حقیقت دی
د سېند صوبې خبریال مدثر نارو او د نورو بې درکه کسانو مقدمې د اورېدلو مهال د اسلام اباد هايي کورټ مشر قاضي جسټس اطهر من الله وویل حکومت څوک په زور بې درکه کولی نشي او دا چې دا یو منلی شوی حقیقت دی

د اسلام اباد های کورټ وېلي په ملک کې حراستي مرکزونه داسې تاثر ورکوي چې په زور خلک بې درکه کول د ریاست تګلاره ده.

د سېند صوبې خبریال مدثر نارو او د نورو بې درکه کسانو مقدمې د اورېدلو مهال د اسلام اباد هايي کورټ مشر قاضي جسټس اطهر من الله وویل حکومت څوک په زور بې درکه کولی نشي او دا چې دا یو منلی شوی حقیقت دی.

د وي او ای د اردو څانګې د رپورټ ترمخه جسټس اطهر من الله وېلي د ریاست ذمه واري ده چې خپلو خلکو ته تحفظ ورکړي خو زیاته یې کړه داسې ښکاري چې ریاست په حکومتي تګلارو نیوکې کوونکي د بې درکۍ لپاره ذمه وار بولي.

نوموړي په ملک کې د بې درکه خلکو معلومولو لپاره جوړ حکومتي کمېشن باندې ټکونه کړي او وېلي عدالت دا معلومول غواړي چې په زور بې درکه کړل شوي خبریال مدثر نارو په معلومولو کې څومره پرمختګ شوی دی.

په اسلام اباد های کورټ کې د ګل، دوشنبې، په ورځ د مقدمې د اورېدنې په وخت ډپټي اټارني جنرل قاسم ودود عدالت ته ووېل ریاست د خلکو بې درکه کولو کومه تګلاره نه لري او زیاته کړې چې په ملک کې لږ تر لږه 800 خلک بې درکه دي.

خو د بې درکه کسانو یو وکیل کرنل رېټاېرډ انعام الرحمان د عدالت په وړاندې دعوه وکړه چې لږ تر لږه 2,252 کسان بې درکه دی او د 2,212 بې درکه کسانو مړي‌ د هغوي کورنو ته ورکړی شوي دي.

نوموړي‌ عدالت ته وېلي د بې درکه خلکو پلټنه کوونکې کمېشن ذمه واري ده چې په ملک کې د خلکو بې درکیو پلټنې وکړي.‌

د خبریال مدثر نارو وکیل، عثمان وړاېچ واېس آف امرېکا ته وېلي چې کمېشن تراوسه پورې د مدثر نارو د مقدمې په اړه عدالت ته رپورټ نه دی ورکړی.

خبریال او د ټوله نیز میډیا بلاګر مدثر نارو په کال 2018 کې هغه وخت بې درکه شوی وو کله چې هغه د خپلې کورنۍ سره په رخصتۍ وو.

د نوموړي زوي سچل د پلار د بې درکۍ په وخت د شپږو میاشتو و.‌ د ګل، دوشنبې، په ورځ سچل خپله څلورمه کلیزه د خپلې کورنۍ سره په عدالت کې د پلار د مقدمې د سماعت په وخت ولمانځله.

د پاکستان وزیراعظم عمران خان تېر کال د دسمبر په میاشت کې د مدثر نارو کورنۍ سره لیدلي وو او هغوي ته یې د نارو معلومولو یقین ورکړی و.‌

پاکستان کې د بشري ‌حقونو ډلې دعوه کوي چې د ملک استخباراتي ادارو په زرګونو خلک په زور بې درکه کړي خو د پاکستان استخباراتي ادارې د خلکو په زور بې درکیو کې د لاس لرلو نه انکار کوي.

د بلوچ ميسينګ پرسنز يا لادرکه شوو کسانو لپاره غږ په نوم تنظيم مرستيال مشر ماما قدیر بلوڅ د سږ کال د جنورۍ په دوېمه نېټه د کراچۍ پریس کلب مخې ته د احتجاج په وخت وي او اې ډيوه ته وویل چې د 2021م کال اخر پورې د لادرکه شوو بلوڅانو شمېر 52036 ته رسېدلی او داسې نور لادرکه کسان هم چې د دوی په فهرستونو کې لا نه دي شامل کړی شوي په زرګونو دي.

ماما قدیر وایي‌ دا هغه شمېر دی چې د 2000م کال نه تر 2021م کال پورې لادرکه شوي دي. نوموړي وېلي د دوی د شمېرو تر مخه 18000 کسان په تېرو 21 کالو کې په غیرقانوني توګه وژل شوي او بيا د هغو وژل شوو جسدونه هم کورنیو ته نه ورکول کيږي.

په پاکستان کې د لادرکه کسانو د موندنې لپاره په 2011م کال کې جوړشوي کمېشن د 2021 م کال په جنورۍ کې په خپل يو رپورټ کې ویلي چې ددغه وخت پورې 6,944 لادرکه شوو کسانو مقدمې عدالتونو ته وړاندې کړل شوې دي، چې پکې 4,822 هوارې کړل شوې دي.

یادونه: د دې خبر څه معلومات د وي او ای اردو څانګې د رپورټ څخه اخیستل شوي دي


ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG