لاس رسیدونکی لینک

 
اسلام اباد های کورټ په اېون فيلډ مقدمه کې نوازشریف بري کړو
تازه خبر

اسلام اباد های کورټ په اېون فيلډ مقدمه کې نوازشریف بري کړو


د احستاب عدالت د کال ۲۰۱۸ د جولای په میاشت کې په اېون فیلډ رېفرنس کې ۱۰ کاله د قېدا سزا اورولې وه
د احستاب عدالت د کال ۲۰۱۸ د جولای په میاشت کې په اېون فیلډ رېفرنس کې ۱۰ کاله د قېدا سزا اورولې وه

اسلام اباد های کورټ اېون فیلډ نومې مقدمه کې د پخواني وزیراعظم نوازشریف سزا کالعدم کړه او هغه یې بري کړو.

د وي او ای اردو څانګې د رپورټ ترمخه، د جسټس عامرفاروق په مشرۍ کې د اسلام اباد های کورټ دوه کسیزه ډلې د شورو، چهارشنبې، په ورځ د نوازشریف په اپيل دغه فېصله واروله.

د احستاب عدالت د کال ۲۰۱۸ د جولای په میاشت کې په اېون فیلډ رېفرنس کې ۱۰ کاله د قېدا سزا اورولې وه. په ۲۰۲۰ کې د اسلام اباد های کورټ نوازشریف په دې مقدمه کې اشتهاري بللی و.

په نواز شريف تور لګېدلی و چې هغه په لندن کې د اربونو روپو جايداد اخستلی خو د پيسو د لېږلو ورکولو زرريعې يې نه ښودلي.

په اسلام اباد های کورټ کې د اورېدنې په وخت د نواز شريف وکيل امجد پرويز ايډوکيټ وويل دا داسې مقدمې وې چې د جايداد د مالي ارزښت په اړه خو معلومات وو خو د امدن په حقله يې معلومات نه وو ورکړي. عدالت د دې په ځواب کې وويل که د امدن په اړه يې معلومات نه هم وو بيا هم دا مقدمه نه جوړيږي.

ايوان فيلډ رېفرنس

د لندن د جايداد په حقله په نواز شريف تور و چې په ايوان فيلډ کې يې د خپل ايپارټمنټ د اخستلو زرايع نه وې ښکاره کړې.

احتساب عدالت په دې مقدمه کې نواز شریف ته د کال 2018 د عامو ټولټاکنو نه وړاندې د قيد سزا ورکړې وه.

د نواز شريف لور مريم نواز او د هغې مېړه کيپټن صفدر ته په مقدمه کې قيد سزا وررکړل شوې وه چې وروستو بيا هايي کورټ معطل کړه او بري شول.

د نواز شريف مقدمه يېې د هغه په لندن کې موجودګۍ په وجه بيله کړې وه.

د ايوان فيلډ ريفرنس نه علاوه په نواز شريف د العزيزيه مقدمه روانه ده چې نواز شريف ته پکې اوه کاله قيد ورکړل شوی و.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG