لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلام اباد هايکورټ: بې درکه کسان دې عدالت ته وړاندې کړی شي


د اسلام اباد هايکورټ چیف جسټس اطهر من الله حکومت ته امر کړی ټول بې درکه کسان دې عدالت ته وړاندې کړي او که چېرې په عدالتي حکم عمل ونه شو نو بيا به وزیراعظم عدالت ته پېش کیږي.

د انساني حقونو فعالان په پاکستان کې په زرګونو کسانو د بې درکۍ دعوې کوي او اکثر له يې تور په پوځ او استخباراتي ادارو لګول کیږي خو پوځ دا تورونه ردوي او وایې په بې درکه کسانو کې زیاتره په ترهګر تنظیمونو کې شامل شوي دي.

پاکستان کې د بې درکه خبریال مدثر نارو پشمول د يو شمېر نورو بې درکه کسانو د خپلوانو لخوا جمع کړی شوو خواستونو د اورېدنې په مهال چيف جسټس اطهر من الله ويلي دي کلونه وشو دلته خلک په زوره بې درکه کیږي، ادارې هم مني چې خلک بې درکه کیږي خو دا چې دا کار څوک کوي په دې خبره نه کیږي.

چیف جسټس ويلي حکومت دې په زوره د خلکو د بې درکه کېدو زمه واري ومني.

د حکومت لخوا ډپټي اټارني جنرل ويلي د سرکاري شمېرو ترمخه پاکستان کې 8400 کسان بې درکه وو او په دې کې ډیر بیرته کورونو ته ستانه شوي دي او اوس ېواځې 600 کسان بې درکه دي.

او بيا چيف جسټس ويلي، ټول ادارې د چیف ایګزیکټیو يعني د وزیراعظم لاندې کار کوي او که چېرې بې درکه تنان عدالت ته وړاندې نه کړل شول نو بیا به وزیراعظم عدالت راغواړي او اورېدنه بياد ستمبر نهمې نیټې پورې ځنډول شوې ده.

دې اورېدنې په وخت عدالت کې د بې درکه تنانو وکیله ایمان زینب مزاري هم موجوده وه او ډیوه سره خبرو په وخت ایمان زېب مزاري د عدالت دا ریمارکس ستایلي دي او ویلي يې دي وزیراعظم عدالت ته راغوښتو خبرې د بې درکه تنانو خپلوانو ته ډاډ ورکړی دی.

ایمان زېب مزاري وایي وزیراعظم به دا خبره اوس مني چې يا خو حکومت د بې درکه خلکو ذمه وار دی يا به بیا دا مني چې په دې معامله کې بې وسه دی او دلته د ریاست دننه بل ریاست هم شته، که چري په پوځ د بې درکه تنانو مسلې تور لګي نو دا پوځ هم د وزیراعظم ماتحت دی.

د بشري حقونو فعاله آمنه مسعود جنجوعه چې خپل خاوند یې هم تراوسه بې درکه دی، وي او اې ډیوه ته وويل،عدالت واضحه امر وکړو چې بې درکه تنانو په قضیه حکومت په عدالتي حکم عمل وکړي که نه کوي نو ذمه وار به یې وزیراعظم وي او بیا به د وزیراعظم پرضد د عدالت سپکاوي تور لګي او په چا چې دا تور ولګي نو بیا به د وزیراعظم په څوکۍ نه وي پاتې.

په وروستیو کې د بشري حقونو مرکزي وزیر ریاض پیرزاده ويلي وو د دوي وزارت په يواځې د بې درکه تنانو مسله نه شي حل کولی.

او د کورینو چارو وزیر رانا ثنا الله ویلي دي د پوځ سر لښکر هم د خلکو په زوره بې درکه کولو په حق کې نه دې خوا د مسله دومره پیچده ده چې ورباندې ښکاره خبرې نه شي کیدې.

پاکستان کې اکثر له د خلکو د بې درکه کولو تور په پوځ لګي خو وړاندې د پوځ ویاندې ادارې آي اېس پې آر مشر ويلي وو دلته نه زیات بې درکه تنان افغانستان ته تللي دي او هلته په ترهګر تنظیمونو کې شامل شوي دي.

او د بشري حقونو وزیر ریاض پیرزاده هم دا خبره کړې وه بې درکه تنانو کې اکثر له د ګاونډی هیوادنو سره رابطې دي خو ورستو هغه بيا د خپل بيان نه په شا شوی وو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG