لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پښتون لاریون – په امریکا، اروپا او هند کې


په پاکستان کې د روان پښتون لاریون په ملاتړ کې د امریکا، اروپا او هند په یو شمیر ښارونو کې د پښتنو د وژنې او په زور بې درکه کولو پرضد احتجاجونه شوي دي.

احتجاج کونکو په پاکستان کې د پښتنو د وژنې، د بې درکۍ، ریاستي جبر، د کورونو ړنګولو، پوځي چېک پوستونو او د میډیا په خاموشۍ قهرجن غبرګون ښودلی او پرضد یې نعرې وهلي.

د امريکا په کيلېفورنيا ښار کې د راجوړې غونډې په نمايندګۍ نواز خان يوسفزۍ وايي: ٫٫ د پاکستان رياست، بې ضميره ميډيا زمونږ د مظلومانو اواز اولس ته نه رسوي.٬٬

هغه په هر پښتون ځوان او پيغله غږ وکړو چې که په سر وي، که په مال د پاڅون ملاتړ دې وکړي.

ښاغلی یوسفزۍ وايي په امريکا کې ميشت پښتانه او افغانان هم په يو اواز د پاکستان د رياستي ظلم خلاف راپاسېدلي دي ځکه چې د پاکستان امنيتي ځواکونه خلک تښتووي يا يې مړي راته بيرته وغورځوي يا يې قيمت اوغواړي او يا يې غيب کړي:

٫٫ زما پلار يې هم تښتولی و او دې رياست راسره ډير زياتی کړی. کورونه يې راته وران کړي او پخپله خاوره رانه د پنجاب پوځيان د خپل کور په مخ کې تپوس کوي چې ته څوک يې او چرته ځې او خپل شناختي کارډ وښايه. دا شناختي کارډ او وطن کارډ نور د منلو نه دي او په هر قيمت چې وي خپله ازادي اخستل غواړو.٬٬

د جرمني په دوو ښارونو همبرګ او کولن کې نن د جمعې په ورځ لاريونونه شوي او د پښتون لانګ مارچ د غوښتونو کلک ملاتړ يې اعلان کړی دی. الياس باچا چې په همبرګ ښار کې ميشت دی ډيوه ته په خبرو کې وويل دا د هر پښتون او افغان قامي او اخلاقي فريضه ده چې هر قسمه مرستو ته ځان چمتو کړي. ښاغلي باچا وويلي: ٫٫ دا يو تاريخي پاڅون دی او د بيدارۍ زيری دی. په پاکستان کې د پښتنو سره د اويا کالو راهسې ظلم او بربريت روان دی او په بيلا بيلو دسيسو او پلمو وژل کېږي هغه که د اسلام په نوم وي او که په بل نوم خو هدف يې یواځې پښتون وژنه او بې کوره کول دي.٬٬

باچا وايي پښتون ځوان رابيدار شوی او اوس خپل حق غواړي نه بلکه اخلي. باچا ګڼي چې دا پاڅون به نه يواځې سيمې ته بلکه نړۍ ته د امن پيغام وي.

هم دغه شان يوه غونډه د هند په سر ښار دهلي کښې جوړه شوې وه. اسدالله مخلص د نوي ډیلي نه وويل چې د پښتون لانګ مارچ ملاتړ تش اعلان نه دی او دا به دوام ولري. هغه وايي پښتانه چې د نړۍ په هر ځاې کې دي يو دي او اتحاد يې د وخت ضرورت دی.

مخلص وايي پښتانه پيځه زره کلن تاريخ لري او د څوارلس سوو کلونو راهسې مسلمانان دي بيا پاکستانيان، امريکايان او نور نور دي ځکه چې پښتانه د نړۍ په هر هېواد کې شته خو اول پښتانه دي او دغه يې پيژندګلو ده. هغه وويل پښتانه چې هر ځای دي خو په مشکل کې دي او غټه وجه يې داده چې سوچ او فکر يې يو نه دی. مخلص وايي غوښتنې يې حقوقي او د بشري حقونو په چوکاټ کې دي.

د افغانستان په سر ښار کابل کې د لاريون په اړه ايمل کاروان وايي چې شعارونه او غوښتنې يې د پاکستان د رياست په پښتنو د روان ظلم خلاف دي او د لر او بر يو افغان په فلسفه يې کلکه عقيده ده. هغه وايي نه يواځې د پښتون لانګ مارچ د غوښتنو مرسته کوي ولې د پاکستان او نړيوالو نه هم غواړي چې په پښتنو دې ظلم کول ودروي.د پاکستان د پوځ او طالبانو د لاسه دې د پښتنو زورول بند کړي او نړيوالو رسنيو ته دې قبايلي سيمو ته د تګ اجازه ورکړي چې حقيقتونه بربنډ شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG