لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټول افغانان په پاکستان کې د ریاست پرضد د پښتون لاریون هرکلی کوي


pashton jarga in islamabad
pashton jarga in islamabad

په اسلام اباد کې د پښتنو له روان لاریون څخه چې نن یې لسمه ورځ ده ټولو افغانانو تود هرکلی کړی او په کابل او خوست کې یې په ملاتړ سولیز لاریونونه هم شویدي.

د افغانستان د ملي امنیت پخواني مشر امر الله صالح په خپلې ټوېټر پاڼې باندې لیکلي دي: ٫٫ د پاکستان استخباراتي ادارې تل دا هڅه کړې، پښتانه چې ځان د خپلې خاورې مالکان او واکمنان ګڼي کمزوري، خنثی او حتی له منځه یوسي.٬٬

ښاغلی صالح زیاتوي: ٫٫ دا ښايي لومړی ځل وي چې د پاکستان پښتانه د قوم د بیرغ لاندې ددغه هېواد د دولت پرضد شعارونه ورکوي خو له بده مرغه غوښتنې یې ډیرې وړې او کوچنۍ دي. دوی یواځې له پنجاب نه عدالت غواړي. دوي باید د خود ارادیت لپاره شعارونه ورکول. په هرصورت د پښتنو له غږ څخه ملاتړ کول زمونږ د ملي ګټو سره اړخ لګوي. دا چې افغانستان له راپورته شویو پښتنو سره مالي مرسته کولای شي او که نه دا بېله خبره ده خو لږ تر لږه معنوي او سیاسي ملاتړ یې باید وکړي.٬٬

د افغانستان د ملي امنیت بل پخواني مشر رحمت الله نبیل په خپلې ټوېټر پاڼې باندې لیکلي دي: ٫٫ پاکستاني پوځ د ترهګرۍ پرضد جګړې لاندې ډیر عملیات چې د المیزان، راه حق، شیر دل، صراط مستقیم، راه راست، راه نجات، کوه سفید، ضرب عذب او داسې نورو په نومونو سره نومول شوي و ترسره کړیدي خو هېڅ پایلې یې نه درلودې.٬٬

نبیل په خپل ټویټ کې لیکلي دي، چې د پاکستان د پوځ او استخباراتي شبکې (ايياېس ایي) پرضد د بلوڅانو، سندیانو او پښتنو راپاسېدل د ترهګرۍ په وړاندې د مبارزې په برخه کې تر ټولو ارزښتناک سټراتیژیک عملیات ګڼل کیږي.

ښاغلي نبیل زیاته کړېده چې د پاکستان د پوځ او د هغوي د ترهګرو ډلو پرضد د سندیانو، بلوڅانو او پښتنو په راپاسېدو سره پاکستان ژغورل کېدای شي.

د افغانستان د ولسي جرګې غړی او د افغان پوځ پخوانی جنرال عبدالجبار قهرمان وایې، چې د افغانستان ولس د پښتنو له روان احتجاج څخه ملاتړ کوي.

د ښاغلي قهرمان په باور "افغان ملت که په حکومت کې وي او که په حکومت کې نه وي، له زړه له دوي [معترضینو] سره همغږی دی." د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت پخوانی سرپرست عبدالغفور لیوال وایې چې خلک باید له معترضینو څخه ملاتړ وکړي.

ښاغلي لیوال روان احتجاج "مشروع" بولي او زیاتوي چې"نه یواځې د افغانستان بلکې د منځنۍ آسیا، منځني ختیځ او ټول هېوادونه چې ددې سیمې د ترهګرو ډلو له حرکتونو څخه ځوریږي، باید ددغې مشروع، انساني او سوله ایزې غوښتنې تر شا ودریږي."

د افغانستان د سولې د عالي شورا اجرایه مشر اکرم خپلواک په پاکستان کې د پښتنو پورته کېدل په سیمه کې د اوږد مهاله سولې په ګټه بللي.

خپلواک په اسلام اباد کې د پښتنو د اوږده احتجاج او د ډیورند د کرښې بلې غاړې ته د پښتنو د حقونو لپاره د سولیزو لاریونونو په اړه وویل، چې خلک باید د سولې د راوستو او د جګړې د پای ته رسېدو په برخه کې خپلې هڅې ګړندۍ کړي.

خپلواک په خپلې ټوېټر پاڼې باندې لیکلي دي چې افغانان د ډیورنډ د فرضي کرښې دواړو غاړو ته د ترهګرۍ ښکار شویدي.

خپلواک وړاندې ویلي، افغان حکومت د ډیموکراسۍ په ځواکمتیا او د سیمې د سولې او ثبات په بهیر کې د خلکو پر برخې اخیستلو باندې باور لري.

خپلواک زیاته کړه:٫٫ اوس وخت ددې دی چې علما، قبایلي مشران، ځوانان، ښځې او نور په افغانستان او سیمه کې د سولې د راوستلو لپاره خپل غږ پورته کړي.٬٬

په واشنګټن کې افغان ډپلوماټ هارون حکیمي په خپلې ټویټر پاڼې باندې لیکلي دي د لسګونو میلیونو پښتنو وېښېدل د تاوتریخوالي په کمېدو او د سولې په راوستو کې یو مهم ګام دی.

ښاغلي حکیمي لیکلي، د میلیونونو پښتنو سانسور شوي غږونه د پورته کېدو په حال کې دي چې دا د حکومت لخوا د ترهګرو د پاللو مسلې ته د نه ویل دي.

ګڼو نورو افغاني ډپلوماټانو، د مدني ټولنو غړو او عامو افغانانو هم په ټولنیزو رسنیو باندې په پاکستان کې د پوځ او آی اس آی پرضد د سندیانو، بلوڅانو او پښتنو د راپاسېدو هرکلی کړی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG