لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د لومړنیو سکولونو استاذانو په اسلام اباد کې احتجاج پېل کړی دی


په سوات کې د هغه سکول یو کلاس چې نوبل انعام گټونکي ملاله یوسفزۍ هم پکې سبق ویلی
په سوات کې د هغه سکول یو کلاس چې نوبل انعام گټونکي ملاله یوسفزۍ هم پکې سبق ویلی

د پاکستان په کچه د بيسک ايجوکېشن کموينټي سکولز استادان د مرکزي حکومت نه د مستقل کولو او د تيرو شپږو مياشتو راهيسې د بندو مياشتنو وظيفو د جاري کولو غښتنې کوي.

د پاکستان په کچه د بيسک ايجوکېشن کميونټي سکولونو سره تړاو لرونکي په درجنونو ښځينه او نارينه استادان د اسلام اباد پريس کلب مخې ته په احتجاج ناست دي او مرکزي حکومت نه ددغو سکولونو د ريګولر او دغه سکولونو د استاذانو د مستقل کولو غښتنې کوي.

هغوي وايي، که حکومت دا پروژه ختمه کړه نو دې سره به نه يواځې ١٢٤٩٠ استاذان بې روزګاره شي بلکې د شپږلکه څخه د زياتو محصلينو د سبق لړې به هم په ټپه ودريږي.

د پاکستان په کچه ددغه سکلونو د سازمان صدر مظاهر حسين وايي يوه غوښتنه لري چې دغه استادان دې مستقل کړاي شي.

په دې احتجاج کې شريک د پخوانې مهمند ايجنسې استاد ارشاد علي وايي، د کال ١٩٩٨ راهېسې پدغو سکلونو کې استادي کوي خو د موجوده مرکزي حکومت نه ګيله من دې چۍ خبرو ته یې غوږ نه نيسي او اپوټه ددغو سکولونو د سره د ختمولو دهړکې ورکوي.

د بيسک ايجوکيشن کوميونټي سکولونه د کال ١٩٩٨ راهېسې کار کوي چې د هېواد په کچه غير رسمي او په پخوانۍ فاټا کې رسمي تعليم ورکوي او ددې پروژې لاندې ١١٠٠٠ سکولونو کې ١٢٤٨٠ استادان ٦ لکه محصيلنو ته تعليم ورکوي.

احتجاج کې د مردان او صوابۍ د استادانو په استازيتوب شريک نور احمد وايي، دا پروژه د شلو کلونو راهېسې روانه ده خو له بده مرغه استادان اوس هم لا ندې مستقل شوې.

د چترال دروش نه راغلې ښځينه استاده امينه بي بي وايي، غواړي چې سکلونه یې ريګلولر شي او د سرکاري سکلونو د انتظام لاندې راوستل شي.

د بيسک ايجوکيشن سکولز د مفاهمتي ياداشت ترمخه پروژه پابند ده چې په هره دريمه مياشت استادانو ته تنخوا ورکړي خو دغه استادان وايي د تيرو شپږو مياشتو راهېسې یې تنخوا نه ده ترلاسه کړے.

په بنيادي ډول دا پروجه کال ١٩٩٨ کې د ناروې د حکومت په مالي مرسته پيل شوې وه او کال ٢٠٠٣ پورې د ناروې د حکومت په مالي مرسته چلېدله او ورسته بیا د نيشنل ايجوکيشن فاونډيشن په همکارې سره د کال ٢٠٠٧ پورې کار کولو چې بيا په پبلک ايجوکيشن کميونټي سکلونو کې زعم کړې شول.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG