نن د ګل-دوشنبې په ورځ د شام په رقه کې د امنیتي ځواکونو پر یو مرکز د داعش (اسلامي دولت) په ځانمرګي برید کې د کردانو په مشرۍ د امنیتي ځواکونو شپږ غړي ووژل شول.
دا خبره د د امریکا په ملاتړ د شام جمهوریت پلوو ځواکونو مشر مظلوم عبادي په ټویټر کې لیکلي.
د SDF د رسنیو د مرکز مشر فرهاد شامي وویل، په دغه پېښه مدې یو ځانمرګی بریدګر وژل شوی او بل یې نیول شوی دی.
اسلامي دولت په 2014 کال کې د رقه ښار په ګډون د عراق او شام پراخې سیمې تر خپل واک لاندې راوستې، خو په 2019 کال کې یې په شام کې د خپلې وروستۍ مهمې سیمې له لاسه ورکولو وروسته چریکي بریدونو ته لاره هواره کړه.
د دې پاتې زرګونه اورپکي په وروستیو کلونو کې زیاتره په لیرې پرتو سیمو کې پټ شوي دي که څه هم دوی لاهم د یاغیانو په بڼه د بریدونو کولو توان لري.
SDF وویل، د جنورۍ په میاشت کې د شام په شمال ختیځ ښار حساکا کې د SDF لخوا پرمخ وړل شوي ال سینا زندان باندې د داعش لوی برید شاوخوا 500 کسان ووژل چې پکې 374 د داعش سره تړاو لرونکي کسان او د SDF لسګونه جنګیالي او د زندان کارکوونکي شامل وو.
(دا خبر د رایټرز خبري ادارې څخه ژباړل شوې)