لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د متحده قومونو د ماهرینو ډله وايي په افغانستان کې د داعش تر ۶۰۰۰ پورې وسله وال موجو دي


په افغانستان د طالبانو واکمنېدو نه پس داعش په افغانستان کې د یو شمېر خونړیو حملو مسولیت منلی دی
په افغانستان د طالبانو واکمنېدو نه پس داعش په افغانستان کې د یو شمېر خونړیو حملو مسولیت منلی دی

د متحده قومونو د ماهرینو یوې ډلې ویلي په شام او عراق کې اوس هم د داعش د ۵۰۰۰ نه تر ۷۰۰۰ پورې غړي شته او په موجوده وخت کې په افغانستان کې د ترهګرۍ تر ټولو سنګین خطر داعش د وسله والو نه شتون لري.

په داعش د لګول شویو بنديزونو څارنه کونکو ماهرینو وویل د ۲۰۲۳ په لومړۍ نیمايي کې د داعش خطر په هغو سیمو کې زیات و چېرته چې جنګونو دوام لرلو.

د متحده قومونو امنیتي شورا یا سېکیورټي کاونسل ته یو رپورټ کې د ماهرینو دغې ډلې وویل په عمومو کچه حالات فعالا دي او د دې باوجود چې په شام او عراق کې د داعش مشران کم کړی شوي دي د ډلې د بیا راپورته کېدو خطر موجود دی.

داعش په ۲۰۱۴ کې په شام او عراق کې په نیول شویو پراخه کچه علاقو کې د خپل ډول خلافت اعلان وکړو. په ۲۰۱۷ کې اعلان وشو چې داعش ته شکست ورکړی شوی دی خو د دې باوجود په دواړو ملکونو کې د داعش وسله وال په خاموشۍ ناست دي.

د متحده قومونو د ماهرینو په قول داعش خلاف د مسلسل عملیاتو باوجود په شام او عراق کې د ۵۰۰۰ نه واخلي تر ۷۰۰۰ پورې د داعش وسله وال موجو دي.
د متحده قومونو د ماهرینو په قول د داعش ګواښ تر ټولو زیات د افغانستان دپاره او په پراخه کچه دغې سيمې دپاره لري.

د متحده قومونو ماهرینو وویل داعش په افغانستان کې د عملیاتو صلاحیتونه زیات کړي او د اندازې ترمخه په افغانستان کې د ۴۰۰۰ نه تر د ۶۰۰۰ پورې وسله وال او د کورنۍ غړي لري.

په افغانستان د طالبانو واکمنېدو نه پس داعش په افغانستان کې د یو شمېر خونړیو حملو مسولیت منلی دی.

طالبان وايي داعش خلاف يې عملیات کړي او د ډلې ګڼ شمېر وسله وال يې وژلي او نیولي دي او دا چې داعش په افغانستان کې مرکزونه نه لري.

یادونه: د دې خبر معلومات د ای پي خبري ادارې نه اخیستل شوي دي

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG