د امریکا د دفاع سیکتر اېش کارټرنن د جمعې په ورځ وېلي فکر کېږي د تندروه ډلې داعش دویم مهم کمانډر په شام کې د یو برید پر مهال وژل شوی.دغه کمانډرعبدالرحمان مصطفی القدولي نومیږي او د داعش ګوند دننه یو مهم تن ګڼل کیدو.
د امریکاېي مطبوعاتو تر مخه د تندروه ګوند دغه مشر د زیارت په ورځ وژل شوی. په پینټاګان کې یو مطبوعاتي کانفرنس ته د وینا پر مهال ښاغلي کارټر وېلي د دغه تن د وژنې د عملیاتو نور څه تفصیل نه شي ورکولی خو دا ېې زیاته کړه چې د خود سره اسلامي ریاست یا داعش ګوند د مشرانو د وژنې سره به په دغه ګوند فشار نور هم سوا کیږي.
د امریکا د دفاع سیکتر القدولي د داعش ګوند دننه یو مهم کمانډر بللی او زیاته کړی ېې ده چې مشران بدلیدی شي خو دا ځني مشران د ډیر وخت راهسې د داعش ګوند سره دي او ډیره تجربه هم لري.
په شام او عراق کې فعاله تندروه ګوند داعش د دغه مهم مشر د مرګ اعلان پداسې وخت شوی چې د شام نه مطبوعاتي رپورټونه واېي شامي عسکرو زوړ او تارېخي ښار پالمیرا د یوی سختې جګړی وروستو د داعش وسله والو نه بیرته اغستی.
داعش ګوند د پالمیرا ښارتیر کال د مې په میاشت کې قبضه کړی وو. او دغلته موجود لرغوني اثار ېې په بمونو الوځولي او د دغه اثارو یو استار ېې هم وژلی وو. روان کال د مارچ په میاشت د القاعده یو بل مشر عمر الشیشاني هم په یو امریکاېي هواېي برید کې وژل شوی وو.