لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسرایل او حزب الله په یو بل د ډزې بندۍ د خلاف ورزۍ الزامات لګولي


لینا رېدا جوهري په مشرقي لبنان کې د وېجاړ شوي کور په ملبه ناسته لیدل کېږي
لینا رېدا جوهري په مشرقي لبنان کې د وېجاړ شوي کور په ملبه ناسته لیدل کېږي

اسرایل او حزب الله د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په یو بل د ډز بندۍ د خلاف ورزۍ الزامات ولګول. د امریکې په ثالثۍ شوي ډزبندي یوه ورځ مخکې عملي کړي شوې وه.

اسرایلي پوځ وویل هوايي ځواک يې د لبنان په جنوب کې د حزب الله د راکټونو په ګودام حمله وکړه او په هغه مشکوکو موټرو يې ډزې وکړې چې د لبنان په جنوبي برخه کې يې مختلفو ځایونو ته تللي وو. اسرایل د موټرو حرکت د ډزبندۍ خلاف ورزي وبلله.

د حزب الله ډلې قانون ساز حسن فضل الله په اسرایل د اور بند د خلاف ورزۍ الزام ولګولو. هغه خبریالانو ته وویل اسرایل په هغه خلکو حملې کوي چې په سرحدي سیمو کې خپلو کلو ته ستنېږي. هغه زیاته کړه چې دا د اسرایل سرغړونې دي.

د لبنان پوځ هم په اسرایل د ډز بندۍ د خلاف ورزۍ الزام ولګولو او ویې وېل اسرایل یو شمېر ځله د معاهدې خلاف ورزي وکړه او د لبنان په بېلا بېلو ځایونو کې په مختلفو وسلو حملې وکړې.

د امن معاهده د شورو، چهارشنبې، په ورځ سحر وختي عملي شوي وه او د خلاف ورزۍ الزامات يې حساسیت څرګندوي.

د ډزبندۍ د معاهدې ترمخه اسرایل به د لبنان نه ځواکونه وباسي او حزب الله به د اسرایل د سرحد نه خپل وسله وال په شا کوي. په معاهده کې اسرایل ته لبنان نه د ځواکونو وېستلو دپاره ۶۰ ورځې ورکړی شوي دي. په دې وخت کې به یو فریق هم جنګي اپرېشنې نه کوي.

دا معاهده د امریکې او د فرانس په منځګړيتوب د ۶۰ ورځو دپاره شوې په دې امید چې دواړه فریقین به بالاخېر په مستقل ډول دښمني ختمه کړي.

د اسرایل او د حزب الله د ډزبندۍ د اعلان په وخت د امریکې صدر جوبایډن ویلي وو چې اوس به په غزه کې د حماس او د اسرایل ترمنځ د ډز بندۍ دپاره کار کوي.

په غزه کې د اور بند په اړه د بایډن د خواهش باوجود په سیمه کې جګړه دوام لرلو.

د وي او ای ډیوه وېټس اېپ اېپليکېشن
د وي او ای ډیوه وېټس اېپ اېپليکېشن

اسرایلي ځواکونو د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د غزه په مختلفو برخو کې بمباري وکړه او د طبي امداد کارکوونکي وویل په بمبارۍ کې لږ تر لږه ۱۷ کسان ووژل شوو او اسرایلي عسکرو د غزه په مرکزي، شمالي او جنوبي علاقو کې بمباري زیاته کړه او ټېنکونو يې پېش قدمي وکړه.

د غزه په بېت لاهیا سیمه کې شپږ کسان په یو کور کې د اسرایل په هوايي بمبارۍ کې ووژل شوو او څلور کسان په خان یونس کې په اسرایلي حمله کې یو موټرسایکل د لګېدو په نتیجه کې ووژل شوو.

په النصیرت کې چې په غزه کې د کډوالو د اتوو څخه یو کېمپ دی، اسرایلي هوايي جهازونو ګڼ شمېر حملې وکړې چې یو ګڼ شمېر منزله عمارت يې تباه کړو او د جوماتونو نه بهر سړکونه یې وويشتل. د صحت د چارواکو په وېنا په دغه حملو کې لږ تر لږه اووه کسان ووژل شوو.

د طبي امداد کارکوونکو وویل یوه ښځه او یو ماشوم د النصیرت په مغربي برخه کې د ټېنک په ګوله بارۍ کې ووژل شوو او پينځه کسان په یو نږدې کور کې په فضايي حمله کې ووژل شوو.

د مصر په پوله د غزه په رفح ښار کې مقامي اوسېدونکو وویل اسرایلي ټېنکونو د ښار په شمال مغربي برخه کې پېش قدمي وکړه.

اسرایلي پوځ د تازه جګړې په اړه څه نه دي ویلي.

په غزه کې د اسرایل د ۱۳ میاشتو د جنګ هدف د حماس وسله وال ختمول دي. د غزه د صحت چارواکي وايي په سیمه کې د جنګ دلاسه قریباً ۴۴۲۰۰ فلسطینیان وژل شوي دي او په دې مهال د غزه ټوله ابادي لږ تر لږه یو ځل د یو ځای نه بل ځای ته حرکت کړی دی. د غزه پراخه کچه علاقو کې ودانۍ وېجاړې کړی شوي دي.

اسرایل د حماس خلاف جنګ د تېر کال د اکتوبر په اوومه نېټه په اسرایل د حماس د حملې په جواب کې شروع کړو. د حماس په حمله کې تر ۱۲۰۰ پورې کسان وژل شوي او د تر ۲۵۰ پورې نور کسان حماس یرغمال ونیول چې ځینې اوس هم د حماس په ولکه کې دي.

په غزه کې د جنګ بندۍ دپاره په تېرو څو میاشتو کې شوي کوښښونه ناکامه شوي دي. د امن په کوښښونو کې امریکا، مصر او قطر شامل و خو قطر د منځګړتوب کوښښ وځنډول او ویې وېل پکار ده چې دواړ فريقېن، اسرایل او حماس، یو بل ته رعایتونه ورکولو ته تیار شي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG