لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسرایل په غزه کې عملیاتو ته دوام ورکړی، په تازه بریدونو کې نور 42 فلسطینیان وژل شوي


په غزه کې د حماس خلاف د اسرایل شروع شوي عملیات لا دوام لري او د چارواکو په وینا نن په تازه بریدونو کې اسرایل لږ تر لږه 42 فلسطینیان وژلي دي. بلې خواته اسرایل ویلي دي چې د غربي غاړې په نیول شوې علاقه کې یو اسرایلی وژل شوی دی.

په غزه کې د حماس حکومتي چارواکي ویلي دي چې اسرایلي ځواکونو د الشاتي په نوم د کډوالو په یو کېمپ کې پر کورونو په برید کې 24 کسان او په التوفا کې یې هم پر کورونو په برید کې 18 فلسطینیان وژلي دي.

د رفح ښار یو اوسېدونکی ابو احمد وایي، "مونږ غلي ناست وو او د میزایيل برید حیران کړو. مونږ بهر ورمنډه کړه. هغوی په لاره کې راټول شوي خلک په هدف کړي دي. پینځلس کسان شهیدان کړی شوی دي. برید په دې کېمپ شوی دی. دلته ماشومان، ښځې او د زیات عمر خلک وو. دا قتل عام دی".

د اسرایل پوځ ویلي دي چې جنګي جهازونو یې د حماس دوه پوځي مرکزونه په نخښه کړی دي.

د جمعې په ورځ مرستندویه نړیوالې ادارې ای سي آر سي ویلي چې د بشري مرستو د مرکزونو سره نیزدې ډزې د مرستو د کارکوونکو او د ملکي کسانو ژوند په خطره کې اچوي.

اسرایل د جمعې برید نه دی تایید کړی او ویلي یې دي چې د دې جاج اخلي.

د وژل شوو هلکانو پلار حسن النجار وایي، "یو برید وشو. بیا د ښځو او ماشومانو چیغې شوې، زما زامن ور ووتل، چې له دوی سره مدد وکړي. ناڅاپي د دویم میزایل برید وشو. زما زامن شهیدان شول. په یو ځای یې دوه ځل برید کړی وو".

بلې خواته د غربي غاړې په نیول شویو علاقو کې د اسرایلي ابادکارو او د فلسطینینانو ترمنځ هم تاوتریخوالی لیدل شوی دی.

اسرایل ویلي دي چې په ډزو لګېدلي د اسریل وګړي ساه ورکړی ده. دا کس په داسې وخت وژل شوی، چې اسرایل هم په دې علاقه کې د دوو وسله والو د وژلو دعوې کړې وې.

په اووم اکتوبر په اسرایل د حماس د برید راپدېخوا د اسرایلي ابادکارو او فلسطینیانو ترمنځ نښتو کې یو شمېر کسان وژل شوي دي. په وژل شوو کې د اسرایل پوځیان هم شامل دي.

د اسرایل او حماس ترمنځ جګړه نورو علاقو ته د خورېدو د مخنیوي د پاره نړیوالې هڅې کیږي او امریکه هم ویلي دي چې نه غواړي دا جګړه نورو علاقو ته خوره شي.

د لبنان له غاړې حزب الله د پولې بلې خوا شمالي اسرایل کې د راکټونو او ډرونز بریدونو ته دوام وکړی او اسرایل هم په لبنان کې دننه پرله پسې بریدونه کړي دي.

اسرایل ویلي دي چې جنګي کابينې یې په لبنان د برید منظوري ورکړې ده او حزب الله خبرداری کړی چې د پراخ جنګ سره به د اسرایل یوه علاقه هم د دوی د بریدونو محفوظ پاتې نه شي.

د ملګرو ملتونو عمومي مشر انتونیو ګوتېریش ویلي، په منځني ختیځ کې د شخړې د پراخېدلو ویرې حقیقي دي او د دې نه ځان ساتل پکار دي:

"یو غلط ګام،‌ یوه غلطه اندازه، داسې تباهي رامخې ته کولای شي چې دا به تر سرحدونو پورې محدود نه وي، د دې سوچ هم نه شي کېدلای".

ملګري ملتونه او د بشري مرستو نورې ادارې په غزه کې په پراخه کچه د لوږې خبرداری کوي او غواړي چې اسرایل غزې ته د امداد لارې خلاصې کړي.

اسرایل د بشري مرستو د پاره هره ورځ د کلارۍ اعلان کړی خو د ملګرو ملتونو د صحت ادارې ویلي د اسرایل د دې دمې باوجود په امداد لېږلو کې څه فرق نه دی راغلی.

د ملګرو ملتونو د صحت ادارې ویلي دي چې د غزې په 36 هسپتالونو کې یواځې 17 کار کوي. نیزدې پینځه زره ډېر سخت ناروغان د علاج د پاره د علاقې نه را ایستل شوی دي او لږ تر لږه لس زره نور را ايستل غواړي.

په اووم اکتوبر په اسرایل د حماس په برید کې نیزدې 1,200 کسان وژل شوي او یو شمیر نور یرغمل کړی شوي وو. په ځوابي عملیاتو کې اسرایل تر 37,000 زیات فلسطینیان وژلی دي او په زرګونو نور بې کوره شوي دي. په وژلو شوو کې زیاتره ماشومان او ښځې دي. د ملګرو ملتونو ترمخه غزه د اوسېدو قابل نه ده پرېښودل شوې.

د دې ترڅنګ په سیمه کې د کلارۍ د پاره نړیوالې هڅې دوام لري. تر اوسه شوو خبرو کې اسرایل په حماس او حماس په اسرایل د لوظنامې تر لاسه کولو د ناکامۍ تورونه لګوي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG