لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اسرایل د دفاع وزیر وایي د حماس 60 فیصده جنګیالي وژل شوي یا هم ژوبل شوي دي


د اسرایل د دفاع وزیر یوو ګیلنټ د شورو یا چهارشنبې په ورځ یو بیان کې دعوه کړې ده چې د هغوي ځواکونو پروسکال په اووم اکتوبر د حماس له برید راپدېخوا ددغه وسله والې ډلې شپیته فیصدي غړي وژلي یا هم ژوبل کړي دي.

ګیلنټ پارلیمان ته ورکړي خپل بیان کې باور ورکړی چې د اسرایل حکومت د جګړې اهدافو ترلاسه کولو ته هوډمن دی چې په هغې کې د حماس له مینځه وړل اؤ د ټولو یرغمالیانو راخوشې کول شامل دي.

اسرایل په دې وروستیو کې د غزې ښار اؤ د هغې د شمال تر څنګ رفح اؤ خان یونس سیمو کې له نوي سره پوځي عملیات پیل کړي اؤ بل لوري ته د حماس سره د اور بند د تړون لپاره هم د اسرایل مذاکرات کوونکو خبرې اترې پېل کړي دي.

ګیلنټ خپل بیان کې ویلي مونږ شپیته فیصده د حماس ترهګر ختم کړي دي اؤ وسله والې فلسطیني ډلې ۲۴ بیټیلینز یا کنډک مو هم تر ډیره حده تباه کړی دی.

د خبري شبکې ای ایف پي له مخې د اسرایل د دفاع وزیر په دې لړ کې د شوؤ وژنو هیڅ شمیره مخې ته نه ده راوړې اؤ د پوځ وینا ده چې هغوي لا په سمدستي توګه دا شمیرې نه لري.

ګیلنټ ټینګار کوي چې اسرایل ته خپل اهداف ترلاسه کول پکار دي.

هغه ویلي نیمایي یرغمالیان یې بېرته راوستي اؤ د نورو د راوستلو لپاره پرعزم دی.

د ای ایف پي له مخې تېرکال په اووم اکتوبر د حماس لخوا شوې حمله کې ۱۱۹۵ اسرایلیان وژل شوي وؤ چې زیاتره پکې عام وګړي وؤ.

په دغه مهال د حماس وسله والو ۲۵۱ اسرایلي وګړي یرغمال کړي وؤ چې ۱۱۶ پکې اوس هم په غزې کې موجود دي خو د ۴۲ یرغمالیانو په اړه بیا اسرایلي پوځ وایي چې هغوي وژل شوي دي.

د حماس د واک لاندې غزې کې د روغتیا وزارت له مخې د اسرایل لخوا ځوابي پوځي عملیاتو کې تر اوسه ۳۸ زره اؤ ۲۹۵ فلسطینیان وژل شوي چې زیاتره پکې عام خلک دي.

د اووم اکتوبر له برید وروسته چې چرته ګڼو هیوادونو د اسرایل سره یووالی ښودلی هلته د پوځي عملیاتو په سر په اسرایل نیوکې هم روانې دي.

د اسرایل د دفاع وزیر یوو ګیلنټ ویلي "د جګړې د اهدافو ترلاسه کولو لپاره زما تر مشرۍ امنیتي اسټیبلشمنټ هوډمن دی".

( ددې رپورټ لپاره مواد د ای ایف پي څخه اخستل شوي دي)

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG