لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسرایل د غزې د روغتون له محاصرې وروسته د طبي کارکوونکو په ګډون 240 فلسطینیان نیولي


د اسرایل پوځ او په غزه کې د روغتیا وزارت وایي، اسرایلي ځواکونو د جمعې په ورځ د غزې په شمال کې یو روغتون محاصره کړی او د دې روغتون د مشر او لسګونو طبي کارکوونکو په ګډون یې تر 240 زیات فلسطینیان نیولي دي.

د غزې روغتیا وزارت ویلي، په دې اړه اندېښمن دی چې د کمال عدوان روغتون نیول شوی مشر حسام ابو صفیه په څه حالت کې دی ځکه وایي د جمعې په ورځ ناوخته چې اسرایلي ځواکونو ځینې کارکوونکي خوشي کړي هغوی وویل چې هغه پوځیانو پر سر وهلی دی.

د اسرایل پوځ ویلي، له دغه روغتونه د حماس د پوځي عملیاتو د کمانډ د مرکز په توګه کار اخیستل کېده او دعوه کوي چې نیول شوي کسان مشکوک وسلوال دي. د پوځ په بیان کې ویل شوي چې ابو صفیه د حماس د غړي په توګه د پوښتنو لپاره نیول شوی دی.

د جمعې په ورځ حماس د اسرايل هغه دعوه رد کړه چې ګواکې د غزې په پینځلس مياشتنۍ جګړه کې يې جنګياليو له روغتونه عمليات کړي او وایي په روغتون کې د دوی جنګيالي نه وو. دغې ډلې تر اوسه د 240 کسانو د نیول کېدو په اړه څه نه دي ویلي.

حماس د شنبې- خالي په ورځ په خپل یو بیان کې له ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو ادارو وغوښتل چې د غزې په شمال کې د پاته روغتونونو او طبي اډاڼو د ژغورنې لپاره بیړنۍ مداخله وکړي او دوی ته رسد وکړي.

دې ډلې د ملګرو ملتونو له څارونکو وغوښتل چې په غزه کې طبي تنصیباتو ته دې ورشي له نیزدې دې یې وګوري او د اسرایل هغه تورونه دې رد کړي چې وایي د حماس وسلوال دغه روغتونونه د پوځي مقصدونو لپاره کاروي.

د روغتیا نړیوالې ادارې (ډبلیو ایچ او) پر ایکس باندې په یو پوسټ کې ویلي، د کمال عدوان روغتون په محاصره کېدو سره د غزې په شمالي برخه کې په درو طبي ادارو کې دا وروستی لوی روغتیایي مرکز هم غیرفعاله شو:

"ډبلیو ایچ او په پرونۍ حمله باندې اندېښمنه ده. د روغتیا نظام په منظم ډول ختمولو او په شمالي غزه کې 80 ورځې محاصرې په سیمه کې د 75,000 فلسطینیانو ژوند له خطر سره مخ کړی دی".

د غزې روغتیا وزارت وایي، ځینې ناروغان له کمال عدوان روغتونه د انډونیشیا هسپتال ته وړل شوي، کوم چې فعاله نه دی او طبي کارکوونکو ته اجازه نه ده ورکړل شوې چې له دغو ناروغانو سره هلته لاړ شي. وایي نور ناروغان او کارکوونکي نورو طبي مرکزونو ته وړل شوي دي.

د اسرایل پوځ ویلي، د کمال عدوان روغتون تر عملیاتو مخکې 350 ناروغان او طبي کارکوونکي ایستل شوي وو، او 95 نور د ځایي روغتیايي چارواکو په سلا مشوره د عملیاتو په مهال د انډونېشیا روغتون ته وړل شوي دي.

د غزې روغتیا وزارت وویل، د شنبې- خالي په ورځ د اسرایل په تازه برید کې 18 فلسطینیان د غزې په مرکزي برخه کې د مقزي په نوم کېمپ کې په یوه کور کې وژل شوي دي. د اسرایل پوځ د بریدونو او مرګ ژوبلې په اړه سمدستي څه نه دي ویلي.

په تېرو څو مياشتو کې اسرايلي ځواکونو د غزې په شمال کې د جباليا، بيت حنون او بيت لاهيه ښارونو په شاوخوا کې ډېرې سيمې له خلکو خالي کړې او بیا یې په بمبارۍ کې تباه کړې دي.

فلسطینیانو پر اسرایل تور لګولی چې د بفر زون د جوړولو لپاره یې د دغو سیمو په نیولو سره "نسلي صفایي" کړې ده. اسراييل دا تور ردوي او وايي مقصد يې دا دی چې په سيمو کې د حماس د جنګياليو د بيا راټولېدو مخه ونيسي.

د اسرایل پوځ د شنبې- خالي په ورځ وویل، د بیت حانون په سیمه کې یې د خپلو ټاکلیو هدفونو لپاره د شپې عملیات پیل کړي او زیاته یې کړه ده چې "پوځیان لا هم په سیمه کې ملکي وګړي دې ته تیاروي چې د خپل خوندیتوب په خاطر له کورونو ووځي".

په غزه کې د حماس تر واک لاندې روغتیا وزارت وایي، له څه باندې یو کال راهیسې د اسرایل د روانو پوځي عملیاتو په نتیجه کې تر اوسه لږ تر لږه 45,400 فلسطینیان وژل شوي او 107,803 نور ټپیان شوي دي. 2.3 میلینه خلک بې ځایه شوي‌ دي.

دا جګړه د 2023م کال د اکتوبر په اوومه هغه وخت پیل شو چې د حماس په مشرۍ وسلوالو پر اسرایل په برید کې 1,200 کسان ووژل شول او شاوخوا 200 نور یې یرغمل کړل، چې لا هم شاوخوا سل تنه په غزه کې دي او ویل کېږي چې ډېر یې وژل شوي دي.

Forum

Recommended

XS
SM
MD
LG