لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسرایلي ځواکونو د غزه په شمالي او جنوبي برخو کې بمباري کړې


اسرایل دا هم وویل چې ځواکونو يې د هوايي بمبارۍ په بدرګه کې د غزه په شمال کې چاپې وهلي دي او د غزه په څنډه پرته شجاعیه سیمه کې يې په لسګونو وسله والي وژلي. اسرایلي پوځ وویل دغه عملیات د زیارت پنجشنبې، په شپه ناوخته شروع شوي وو
اسرایل دا هم وویل چې ځواکونو يې د هوايي بمبارۍ په بدرګه کې د غزه په شمال کې چاپې وهلي دي او د غزه په څنډه پرته شجاعیه سیمه کې يې په لسګونو وسله والي وژلي. اسرایلي پوځ وویل دغه عملیات د زیارت پنجشنبې، په شپه ناوخته شروع شوي وو

اسرایلي ځواکونو په غزه کې پېش قدمۍ ته دوام ورکړی او د سيمې په شمالي او جنوبي علاقو کې يې بمباري کړې ده. دا خبره غزه نه د جمعې په ورځ ترلاسه شوو رپورټو کې شوې ده. بلخوا، غزه ته انساني امداد د رسوولو کوښښونه د مشکلاتو سره مخامخ دي.

روېټرز خبري ادارې د مقامي شهریانو او د حماس د مطبوعاتو له قوله خپل رپورټ کې وویل د اسرایل د ټېنکونو دستې د رفح شاکوش علاقې ته ور ننوتلې او په علاقه کې موجود په زرګونو خلک مجبور شول چې د خېمو کېمپ پرېږدي او د شمال په لورې خان یونس ښار ته تګ وکړي.

اسرایلي پوځ یو وډیو شایع کړه چې د پوځ ترمخه نهل (نحل) بريګېد په رفح کې د عملیاتو په مهال ښيي. وډیو ښيي چې ټېنکونه په کوڅو کې کرځي او عسکر د عمارتونو په هدفونو ډزې کوي.

اسرایل دا هم وویل چې ځواکونو يې د هوايي بمبارۍ په بدرګه کې د غزه په شمال کې چاپې وهلي دي او د غزه په څنډه پرته شجاعیه سیمه کې يې په لسګونو وسله والي وژلي. اسرایلي پوځ وویل دغه عملیات د زیارت پنجشنبې، په شپه ناوخته شروع شوي وو.

د فلسطیني کډوالو د مرستې دپاره د ملګرو ملتونو ادارې چارواکې د جمعې په ورځ خبریالانو ته وویل د غزه اوسېدونکي د تشویش او مایوسۍ ښکار شوي دي ځکه چې تېلو د کمي په سبب امدادي کارکوونکي خپل سر ته نه شي رسوولی.

غزه نه د انټرنېټ دلارې خبرو کې د یواېن ار ډبلیو ای د مواصلاتو چارواکې لوي وټرېج وویل په سلګونو کسان د امدادي ټرکونو په انتظار دي خو کله چې دغه ټرکونه ور ورسېږي نو خلک به په لږ امدادي سامان ور مات شي.

واټرېج وویل د غزه د ډیرو علاقو په شان رفح هم تباه شوی دی. هغې وویل خان یونس هم په کنډر بدل شوی خو خلک اوس هم کې ژوند کوي.

د امریکې خارجه وزارت، سټېټ ډپارټمنټ، وزارت ترجمان مېتیومېلر د جمعې په ورځ په یو بیان کې وویل د امریکې خارجه وزیر اېنټني بلېنکن د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په واشنګټن کې غزه دپاره د بشري امداد او د بیا رغونې رابطه کار سېګرېډ کاګ سره ملاقات وکړو.

د بیان ترمخه، سېګرېډ د دې خبرې په ضرورت ټینګار وکړو چې غزه ته دې په مستقل ډول انساني امداد رسوول یقیني کړی شي او د امداد په لاره کې د امینت مشکلات دې لرې کړی شي.

بلېنکن د امدادي کارکوونکو تحفظ په یقیني کولو او په دې خبره ټینګار وکړو چې ډز بندي دې وکړی شي چې دا ډول یرغمالان ازاد شي او د غزه د اوسېدونکو مشکلات ختم شي.

په غزه کې جنګ په اووم اکتوبر په اسرایل د حماس د حملې په جواب کې شروع شوی دی. د حماس په حمله کې ۱۲۰۰ کسان وژل شوي او حماس تر ۲۵۰ پورې کسان یرغمال نیولي وو.

د غزه د صحت وزارت ترمخه په سیمه کې جنګ دلاسه د ۳۷۷۰۰۰ نه زیات کسان وژل شوي دي. وزارت په غزه کې د وژل شویو کسانو په شمېره کې دا نه واضحه کوي چې څومره ملکي کسان او څومره وسله وال دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG