لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

غزه کې د جګړې 100 ورځې وشوې، اسرايل د حماس ختمولو پورې جګړې روانې ساتلو ويلي


.
.

د اسرايل او حماس ترمنځ د جګړې 100 ورځې پوره شوي دي، خو د اسرايل وزيراعظم بين يامين نېتن ياهو يو ځل بيا تکرار کړې د حماس پرضد د پوره کاميابۍ ترلاسه کولو پورې به جګړه روانه وي.
نېتن ياهو د خالي/ شنبې په ورځ ویلي، په اسرايل د فلسطينيانو د نسل وژنې تورونه دوی نه شي ودرولی، جنوبي افريقي د انصاف په نړيوال عدالت کې په اسرايل د نسل وژنې تور لګولی دي.
اسرايل دغه تورونه رد کړي او بې بنياده یې ورته ویلي دي.
نېتن ياهو ويلي د جنګ خاتمه به د حماس په ختمولو وي.
حماس چې امریکې، يورپ، برتانیې او نورو هېوادونو ترهګره ډله ګرځولې، د تېر کال 2023م په اووم اکتوبر یې په حماس بريد کړی، د اسرايل په وينا په دغه بريد کې 1200 کسان وژل شوي او حماس 240 کسان يرغمل کړي وو.
د حماس د حملې په ځواب کې اسرايل په غزه جګړه پېل کړې، په هوايي او ځمکنيو عملياتو کې یې تراوسه پورې د 23,000 نه زياتو خلکو وژلو ويل شوي دي.
د ملګرو ملتونو ترمخه، اساريل په غزه بمباري کوي، او د فلسطين وسله والو ډلو په اسرايل د راکټو حملې دوامداره ساتلي دي، په غزه کې د فريقېنو ترمنځ ځمکني عمليات هم روان دي.
د حماس د کنټرول لاندې په غزه کې د صحت وزارت پرون د اتوار/يکشنبې په ورځ ویلي، په تېرو 24 ساعتونو کې نور 135 فلسطينيان وژل شوي او د ټولو وژنو شمېره 23,834 ته رسېدلې ده.
د صحت وزارت د وزارت ترمخه په وژل شوو کې اکثریت د ښځو او ماشومانو دی.
د ملګرو ملتونو ترمخه، په غزه کې د روانې جګړې له امله بشري بحران جوړ شوی، او د غزې په 36 مهمو روغتونونو کې 15 پوره نه دي فعاله.
(د دې خبر ځينې معلومات د اې اېف پي خبري ادارې څخه اخستل شوی)

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG