د اسرایل او حماس ترمنځ د جنګ بندۍ خبرې د اتوار/ يکشنبې په ورځ هم د ځنډ ښکار پاتې شوي دي، په غزه کې نزدې اووه مياشتنۍ جګړه کې په زرګونو کسان وژل شوي او د يو ملين نه زيات خلک بې کوره شوي دي.
د اتوار په ورځ په څرګند ډول د کوم پرمختګ بغېر، د حماس پلاوی د قطر او مصر د درېمګړو ترڅنګ د خپلو مشرانو سره مشورې دپاره د قاهرې نه روان شوی، او ويلي یې دي د نهې/ سه شنبې په ورځ قاهرې ته د بيرته تلو پلان لري.
له دې وړاندې د حماس مشر اسماعيل هنيه ویلي وو، د فلسطين وسله واله ډله جامع جنګ بندي غواړي، چې اسرایل دې يرغل پرېږدي او د غزه څخه وتلو ضمانت دې ورکړي، او حماس به د اسرايل په بند کې د لسګونو فلسطيني بنديانو په بدل کې خواوشا 100 يرغماليان خوشي کړي.
هانيه په يو بیان کې د اسرایل په وزيراعظم بين يامين نېتن ياهو تور لګولی، چې هغه يرغمل دوامداره ساتل، شخړه پراخول او جنګ بندۍ خبرې تباه کوي.
نېتن ياهو د جګړې داسې ختمول رد کړي چې په غزه به د حماس کنټرول وي او اسرايل ته به ګواښ وي. اسرايل قاهرې ته د مزاکراتو دپاره پلاوی نه وو لېږلی.
نېتن ياهو ويلي، اسرايل د جنګ بندۍ دپاره چمتو والی ښودلی، خو حماس په خپل کلک دریځ ولاړ دی، چې اول دې د غزې څخه ټول پوځونه وويستل شي، جګړه دې ختمه شي او حماس دې په واک کې پاتې کړي.
نوموړي ويلي، اسرايل دا نه شي منلی، چې حماس بيا بيا قتل عام، جنسي تيری او خلک تښتوي.
د اسرايل او حماس د جنګ بندۍ، د فلسطينيانو او يرغماليانو د خوشي کولو ترڅنګ نېتن ياهو بيا بيا ویلي، د غزې او مصر په پوله رفح کې به ځمکني عمليات کوي چې د حماس پاتې څلور بټالينه د مینځه لرې کړي، که جنګ بندي کيږي او که نه کيږي.
امريکې په رفح کې د اسرايل د عملياتو مخالفت کړی دی.
د فلسطين چارواکو ویلي، د حماس د مشرانو سره د مصر او قطر د درېمګړو په دويمه ورځ خبرې دوامداره پاتې شوي خو کوم پرمختګ پکې نه دی شوی. د مصر يوې سرچينې ويلي، د امریکې د استخباراتو مشر ويليم برنز چې له دې وړاندې په خبرو کې شامل وو، د جمعې په ورځ قاهرې ته رسېدلی وو.
د اسرايل مطبوعاتو ویلي، برنز چې مرکزي درېمګړی دی د ګل په ورځ به د نېتن ياهو سره وويني.
د اتوار په ورځ هم حالات نور کړکېچن شوي، حماس د اسرايل او غزې په مينځ کې کيرم شالوم پوله باندې د غزې څخه 14 راکټې داغلي، درې اسرايلي پوځيان پکې وژل شوي او ګڼ نور ژوبل شوي دي.
حماس د راکټي بريد زمه واري منلې ده.
حماس په اووم اکتوبر په اسرایل حمله کړې، د اسرايل په وينا په ياده حمله کې 1200 کسان وژل شوي او خواوشا 250 کسان یې یرغمال کړي وو، په يرغماليانو کې د تېر کال نومبر په میاشت کې په جنګ بندۍ کې خواوشا 100 يرغماليان خوشي کړل شوي وو.
د حماس د انتظام لاندې د صحت وزارت ویلي، په غزه کې د اسرایل په ځوابي عملياتو کې د 34,600 نه زیات کسان وژل شوي، اسرایل وایي په وژل شوو کې څو زره وسله وال هم شامل دي.
( د دې خبر ځينې معلومات د اې پي او رويټرز نه اخستل شوي)
Forum