د مصر سرکاري ټي وي چینل القاهره د مصر امنیتي سرچینو د قوله ویلي چې د اسرایل او حماس تر منځه خبرې اترې نن د اتوار په ورځ په قاهره کې بیا شورو کیداې شي. یاد سټېشن د مصر د استخباراتي ادارو سره نژدې اړیکې لري.
یو اسرایلي چارواکي هم راېټرز خبري ادارې ته ویلي چې د دوي پلاوی به د اتوار/ یکشنبې په ورځ قاهرې ته سفر کوي. خو د حماس یو چارواکي بیا خبري ادارې ته ویلي چې دوي به د قاهرې او اسرایلي چارواکو تر منځه خبرو اترو نتیجو ته انتظار کوي.
اسرایل او حماس د قطر او مصر په منځګړتوب د شپږو اونیو ډزبندې لپاره خبرې ګړندۍ کړې وې، په دغې کې د اسرایل لخوا د جګړې ودریدل او د دغې په بدل کې د حماس وسله والو لخوا په ۱۳۰ تښتول شوي اسرایلیانو کې د ۴۰ پرېښودل شامل وو.
حماس وسله واله ډله هڅه کوي چې د جګړې ختمولو او د غزه نه د اسرایلي پوځ د وتلو لپاره هر ډول معاملې ته لاره هواره کړي. خو اسرایل دغه وړاندېز رد کړی او زیاته کړې یې ده چې د حماس حکومتي او پوځي هڅې له منځه وړلو لپاره به بیا هڅې پېل کړي.
حماس ډله دا هم غواړي چې په سلګونو زره فلسطینیان چې د جګړې د لاسه د غزه ښار او خواوشا سیمو نه وتلي، دې بیرته خپلو سیمو ته پرېښودل شي. یو اسرایلي چارواکي ویلي چې هیواد یې یواځې د ٫٫ ځینو٬٬ بې کوره شوي کسانو د بیرته پرېښودو په سر خبرو ته تیار دی.
د غزه د صحت وزارت تر مخه په دې جګړه کې تر اوسه ۳۲۷۰۵ فلسطینیان وژل شوي او یواځې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۸۲ مړي هسپتالونو ته راوړل شوي.
د صحت دغه وزارت بیا په وژل شوي کسانو کې د عامو خلکو او حماس جنګیالو تر منځه توپیر نه کوي خو دعوه کوي چې وژل شوي کسانو کې زیاتره ښځې او ماشومان دي.
خو اسرایل بیا دعوه کوي چې د وژل شوو کسانو په دریو کې یو وسله وال دي، خو د دغه دعوې په اړه یې کوم ثبوتونه نه دي وړاندې کړي. اسرایل په حماس تور لګوي چې د عامو خلکو د مرګونو ذمه وار دي ځکه چې دغه ډله د خلکو د اوسیدو د ځاې نه عملیات کوي.
په اسرایل د حماس وسله والې ډلې لخوا د اکتوبر په ۷مه نېټه شوي برید وروسته شوور شوې جګړه کې یواځې د یوې اونۍ ډزبندي شوې ده.
د اکتوبر میاشتې په ۷مه نېټه د حماس وسله والو په دغه خونړي برید کې ۱۲۰۰ اسرایلیان چې زیاتره یې عام خلک وو، وژل شوي وو او د حماس وسله والو ۲۵۰ کسان تښتولي هم وو. په تښتول شوي کسانو کې ځیني د حماس لخوا خوشي شوي او نژدې ۱۳۰ لا هم د حماس په ولقه کې دي.
Forum