د اسرائیل وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو د اتوار، یک شنبې، په ورځ د هندوستان د پنځو ورځو په سفر نوي ډلي ته ورسېدو او د هندوستان وزیراعظم نرندره مودي د ښاغلي نېټن یاهو او د هغه د مېرمن په هوایي اډه هرکلی وکړو.
په هوايي اډه نرندره مودي اسرائیلي وزیراعظم ته غاړه ورکړه او نېټن یاهو دفتر په ټویټر وویل چې په هوايي اډه د نرندره مودي موجودگي د اسرائیلي میلمه دپاره د حیرانتیا خبره وه. "زه ددې څرگندونې ستاینه کوم،" نېټن یاهو وویل.
د هندوستان وزیراعظم خپل اسرائیلي هم منصب ته په ټوېټر وویل "هندوستان ته د ستا سفر تاریخي او خاص دی. دا به زمونږ د دواړو هیوادونو ملگرتیا نوره هم مضبوطه کړي."
نوي ډلي ته د رسیدو نه وړاندې اسرائیلي وزیراعظم په یو بیان کې وویل د هندوستان د سفر په مهال به دواړه هیوادونه د اقتصاد، امنیت، ټېکنالوجۍ، توانايي او د سیاحت په مدونو کې هم کاري نوره زیاته کړي. "د هندوستان وزیراعظم ځما او د اسرائیل ملگری دی."
نېټن یاهو او نرندره مودي به د گل، دوشنبې، په ورځ رسمي مذاکرات کوي.
رپورټونه وايي د اسرئیلي وزیراعظم سره د اسرائیلي تاجرانو ترټولو لوی پلاوی سفر کوي، چې ښايي اسرائیل د هندوستان سره خپل اقتصادي تعلقاتو ته څومره اهمیت ورکوي.
په کال ١٩٩٢ کې د اسرائیل او هندوستان ترمنځ د سفارتي تعلقاتو د برابریدو په وخت د دواړو هیوادونو ترمنځ د تجارت مالیت ٢٠٠ مېلین ډالر وو چې په کال ٢٠١٦ م کې څلور اشاریه شپاړس ارب ډالرو ته ورسیدو خو بیا هم د دوړو ترمنځ مشکلات موجود دي.
هندوستان د اسرائیل سره د ټینک ضد مزایل جوړولو مجوره معاهده ختمه کړه چې مالیت یې ٥٠٠ مېلینه ډالر ښودل کیدو. هندوستان دا نه دي ویلي چې دغه مجوزه معاهده یې ولې ختمه کړه.
د سوړ جنگ په وخت کې هندوستان د اسرائیل سره سفارتي تعلقات نه لرلي او زیاته همدردي یې د فلسطینیانو سره وه.
بېنجمن نیټن یاهو په هندوستان سفر په داسې وخت کوي چې څو هفتې وړاندې د ملگرو ملتونو په جنرل اسمبلۍ یا عمومي شورا کې هندوستان د امریکايي صدر ډانلډ ټرمپ خلاف د یو قرارداد په حق کې ووټ واچول. د ملگرو ملتونو قرارداد د صدر ټرمپ د هغه اعلان غندنه وکړه چې پکې هغه یروشلم د اسرائیل د پایتخت په توگه تسلیم کړی و.
په دې اړه په هندوستان کې د اسرائیل سفیر ډینیئل کمیرن وویل د هندوستان او د اسرئیل تعلق د ملگرو ملتونو د یو ووټ نه زیات مضبوط دی.