لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په ایران د اسرایل برید ته نړیوال غبرګون

اسرایل اعلان کړی چې د اکتوبر په لومړۍ نیټه د ایران د بېلسټک میزایل په ځواب کې یې په ایران ځوابي بریدونه سر ته رسولي. اسرايل ويلي وو، په ايران حملو کې یې اهداف ترلاسه کړي.

ايران بیا ویلي چې د خالي، شنبې په سهار د اسرايل په حملو کې دوه ايراني پوځيان وژل شوي دي. تهران ويلي په حملو کې ورته محدوده تاوان اوښتی دي. خو اسرايل ويلي، کره بريدونه یې کړي او اهداف یې ترلاسه کړي دي.

د امریکا صدر جو باېډن انتظامیې په یو بیان کې ویلي ٫٫ که چرې ایران په اسرایل ځوابي برید خوښوي، مونږ د اسرایل دفاع او مرستو په پوره توګه تیار یو او که چرې ایران دغه لاره خوښه کړه نو نتیجې به ولري.٬٬ دغه چارواکي زیاته کړې چې ٫٫ تر څو چې زمونږ اندېښنه ده، دا تازه برید باېد د دې پاې وي.٬٬

د برتانیې وزیراعظم کېیر سټارمر د اسرایلي برید وروسته ویلي ٫٫ زه په دې خبره پوهه یمه چې اسرایل د ایراني یرغل پرضد د خپلې دفاع حق لري. زه په دې هم پوهه یم چې مونږ په دغه سیمه کې د نور تاو تریخوالي نه ډډه وکړو او په ټولو خواو غږ کوو چې د صبر نه کار واخلي. ایران باید ځواب ورنکړي.٬٬

د فرانس خارجه وزارت په یو بیان کې بیا په ټولو خواو غږ کړی چې د نورو ګامونو او تاوتریخوالي نه دې ډډه وکړي چې په سیمه کې روان تاو تریخوالی نور سېوا نه شي.

د سعودي عربستان سرکاري خبري ادارې باندې د چارواکو لخوا خپور شوي بیان کې ویل شوي، ٫٫ سعودي عربستان د ایران اسلامي جمهوریت د پوځي هدفونو ویشتلو غندنه کوي، کوم چې د دغه هیواد د حاکمیت او د نړیوالو قانونو پرضد دي. د سعودي عرب مملکت زیا خپل ثابت دریځ تاییدوي چې په سیمه کې دې تاو تریخوالی زیات او خور نه شي چې هیوادونه او ولسونه په خطر کې اچوي. مملکت په ټولو ډلو غږ کوي چې د تاو تریخوالي زیاتیدو نه دې ډډه وکړي.٬٬

د مصر خارجه وزیر په فېس بک په یو بیان کې ویلي ٫٫ مصر په سیمه کې زیاتیدونکي تاو تریخوالي ته د اندېښنې سره ګوري، چې تازه یې په ایران د اسرایل برید دی. مصر د دغه سیمې ثبات او امنیت په خطر کې د اچولو ټولو ګامونو غندنه کوي. مصر خپل دریځ تکراروي چې په غزه کې دې زر ډزبندي وشي او د اسرایلي یرغمالیانو د خوشي کولو لپاره دې کومه لاره وټاکل شي.٬٬

د پاکستان خارجه وزارت لخوا خپور شوي یو بیان کې بیا ویل شوي ٫٫ پاکستان د اسرایل لخوا د اسلامي جمهوریه ایران پرضد بریدونه په سختو ټکو کې غندي. دا بریدونه په سیمه د سولې او ثبات لارې کې خنډان پېدا کوي او په سیمه کې د نورې خطرې سبب ګرځېداې شي.٬٬

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د ایران په پوځي اهدافو د اسرائیل بریدونه غندلي او زیاته کړې یې ده چې دا به په منځني ختیځ کې تاوتریخوالی زیات کړي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت په یو بیان کې ویلي، دا بریدونه چې د ایران د اسلامي جمهوریت د حریم څرګنده سرغړونه ګڼل کیږي "په سیمه کې د تاوتریخوالي د زیاتولو یوه هڅه ده، چې په سیمه کې نا مناسب وضعیت نور هم پېچلی او شدیدوي".

This item is part of

Forum

XS
SM
MD
LG