لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسرایل د جنوبي لبنان په ځینو سیمو کې ځواکونه په ځای ساتي

د لبنان سرحد سره نږدې د اسرایلي ټېنکونو یوتصویر
د لبنان سرحد سره نږدې د اسرایلي ټېنکونو یوتصویر

د اسرایل او د حزب الله د ډزبندۍ د معاهدې دلاندې ټاکل شوې وه چې اسرایلي ځواکونه به د لبنان نه په مکمله توګه انخلا کوي خو د نهې، سه شنبې، په ورځ اسرایلي عسکر د جنوبي لبنان په ځینو برخو کې موجود وو.

اسرایلي ځواکونه د لبنان د ځینو کلیو نه ستانه شوي وو خو اسرایل وویل په پینځو ځایونو کې يې عسکر موجود دي چې د اسرایل د شمالي علاقي تحفظ یقیني کړي.

د لبنان صدر، وزیراعظم او د پارلېمنټ سپیکر د نهې، سه شنبې، په ورځ د ملګرو ملتونو د سېکیورټي کاونسل نه غوښتنه وکړه چې اسرایل دې په سمدستي ډول د لبنان نه ځواکونه ستانه کړي.

بیان وايي په لبنان کې د اسرایلي ځواکونو موجودګي قبضه ده.

د اسرایل او د حزب الله د ډزبندۍ د معاهدې دلاندې ټاکل شوې وه چې اسرایلي ځواکونه به د جنورۍ د میاشت تر اخېره پورې د لبنان نه وځي او حزب الله به هم وسله وال د اسرایل د پولې نه په شا کوي خو په خالي سیمو کې به د ملګرو ملتونو امن ساتونکي او د لبنان عسکر ګمارل کېږي. خو وروسته د اسرایلي ځواکونو د انخلا نېټه د نهې، سه شنبې، تر ورځې پورې و ځنډول شوه.

په لبنان کې د ملګرو ملتونو استازې جنین هېنېس پلېسچارټ او په لبنان کې د ملګرو ملتونو د امن ساتونو ځواکونو کمانډر لېفټينېنټ جنرل ارلډو لزارو په یو مشترکه بیان کې په فريقېنو غږ وکړو چې د ډز بندۍ د معاهدې دلاندې خپل ذمه وارۍ دې پوره کړي. بیان زیاته کړه چې په جنوبي لبنان او په شمالي اسرایل کې امن د دوامداره عملیاتو دلارې نه شي راتللی.

د اسرایل د دفاع وزیر اېزرایل کېټز وویل اسرایلي ځواکونه به د جنوبي لبنان په پينځو ځایونو کې په مورچو کې موجود وي او د حزب الله د خلاف ورزۍ خلاف به په طاقت په کلکه ګامونه پورته کوي.

د تېر کال د نومبر په میاشت کې د اسرایل او د حزب الله د ډز بندۍ په نتیجه کې د دواړو خواو د یو کال نه زیاته جګړه ختمه شوه.

د ۲۰۲۳ د اکتوبر په اوومه نېټه په اسرایل د فلسطیني وسله والې ډلې حماس د حملې په نتیجه کې په غزه کې جنګ د شروع کېدو راهسې د حزب الله او د اسرایل ترمنځ هم نښتې شروع شوې وې. د حماس په حمله کې په اسرایل کې تر ۱۲۰۰ پورې کسان ووژل شوو او تر ۲۵۰ پورې نور کسان حماس یرغمال نیولي وو.

د حملې په جواب کې اسرایل په غزه کې د حماس خلاف جنګ شروع کړو. د غزه د صحت وزارت وايي په جنګ کې د ۴۸۰۰۰ نه زیات کسان وژل شوي دي. اسرایل وايي په غزه کې يې ۱۷۰۰۰ وسله وال وژلي دي.

د اسرایل او د حماس د ډزبندۍ وړمبۍ مرحله د مارچ په شروع کې سر ته رسېږي. د ډزبندۍ دلاندې حماس ۲۴ اسرایلي یرغمالان او اسرایل د ۱۰۰۰ نه زیات فلسطینیان د خپل قېد نه ازاد کړي دي.

د اسرایل خارجه وزیر ګېډین سار د نهې، سه شنبې، په روځ وویل اسرایل تیار دی چې د ډزبندۍ د دویمې مرحلې په تفصیلاتو خبرې اترې شروع کړي.

امریکې او ځینو نورو ملکونو حماس او حزب الله ترهګر تنظیمونه ټاکلي دي.

یادونه: د دې خبر معلومات د ای پي، ای اېف پي او روېټرز خبري ادارو نه اخیستل شوي دي

This item is part of

Forum

XS
SM
MD
LG