لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اسرایلو په لومړي وزیر باندې د فساد تورونه لګېدلي


د اسرایلو لومړي وزیر بین یمین نتن یاهو
د اسرایلو لومړي وزیر بین یمین نتن یاهو

د اسرایلو لومړي وزیر بین یمین نتن یاهو د چهارشنبې په ورځ وویل، ایتلافي حکومت یې باثباته او ټینګ دی او د پولیسو هغه غوښتنه یې بې ارزښته ګڼلې چې دی پکې د فساد په دوو جلا پېښو کې تورن ګڼل شوی.

نتن یاهو وویل: (نه زه او نه هم بل څوک د ټاکنو لپاره پلان لرو. مونږ به په ګډه د اسرایلو د ملت د ښېګڼې لپاره ددې دورې تر پایه پورې کار وکړو.)

په جرمي تورونو باندې د نوموړي د تورنولو سپارښتنې د سې شنبې په ورځ وروسته له هاغې وشوې چې په ده باندې د لګول شویو تورونو میاشتنۍ پلټنې پای ته ورسېدې.

په نتن یاهو باندې په لګول شویو تورونو کې دا هم دي چې له میلیونرانو څخه یې ډیرې قیمتي ډالۍ او سوغاتونه ترلاسه کړیدي چې یوه په کې په اسرایلو کې له زېږیدلي د هالیوډ ستوري ارنان ملچن او بله یې د اسټرالیا د رسنیو له یوه ستوري جیمز پاکر څخه وه.

د اسرایلو لوی څارنوال به په دې اړه خپله وروستۍ پرېکړه کوي چې ایا نتن یاهو تورن وپيژني او که نه؟

لومړي وزیر نتن یاهو د سې شنبې په ورځ وویل چې دده د تورنولو سپارښتنې به بې کومو پایلو پای ته ورسیږي.

د هغه وکیل امیت حداد ددغو تورونو په اړه په یوې راډیوي مرکه کې وویل چې دغو تورونو ته هوا ورکړل شوې او نتن یاهو بډې او رشوت نه دی اخیستی.

د نتن یاهو د اوږدې مودې سیال پخواني لومړي وزیر ایهود بارک د فساد په اړه دغه تورونه ویرونکي ګڼلي.

د مخالفینو مشرانو ویلي، چې نتن یاهو باید له واکه لیرې شي خو د هغه ګوند بیا د هغه په پلوي غږ پورته کړی.

د جنوبي کیرولاینا پوهنتون یو پروفیسور جوزیف المړټ وايي، خپله تورونه دومره جدي نه دي خو یواځې شتون یې هم نتن یاهو ته ضرر رسولی شي.
که په نتن یاهو باندې ددې تورونو سپارښتنې عملي هم شي نو په بیړه به نتن یاهو له څوکۍ څخه کوز نه کړاي شي خو ددغه لړزیدلي ایتلافي حکومت اداره به ورته ستونزمنه کړي.

د اسرایلو په ایتلافي حکومت کې سخت دریځي او لیبرال سره راټول شویدي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:02:16 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG