لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسرائیل د یهودي قام هېواد دی، د اسرائیل نوی قانون وايي


اسرائیلي وزیراعظم بېنجمن نیټن یاهو
اسرائیلي وزیراعظم بېنجمن نیټن یاهو

د اسرائیل پارلیمنټ یو قانون منظور کړی دی چې وايي اسرائیل د یهودي قام هېواد دی. د هېواد عرب مسلمان شهریانو د نوي قانون سخته غندنه کړې ده. قام پرست یهودیانو د قان هرکلی کړی دی.

د اسرائیل وزیراعظم بېنجمن نیټن یاهو د قانون په هرکلي کې ویلي دا د" صهونیت او د اسرائیلي ریاست په تایخ کې تاریخي لمحه ده."
اسرائیلي وزیراعظم وویل د اسرائیل دښمنان د هېواد د وجود قانونیت ختمول غواړي خو اوس یهودي ریاست ته قانوني تحفظ ورکړی شو. هغه بیا د "اسرائیل زنده باد" نعره پورته کړه.

که یو خوا د بېنجمن نیټن یاهو سیاسي حمایتیان د پارلیمنټ په فېصله خوشحاله دي نو بلخوا د هېواد د ابادۍ ٢٠ فېصد عرب مسلمانو قهرجن دي.

د اسرائیلي پارلیمنټ، کنېسټ، عرب غړي احمد الطیبي د نوي قانون سخته غندنه وکړه. "د شهریت دا قانون د نفرت جرم دی. دوی د عرب شهریانو او د عرب اقلیت خلاف په مکمله توگه تعصب کوي."

بېنجمن نیټن یاهو وویل اسرائیل اقلیتونو ته مکمل اختیارت ورکړي دي. هغه زیاته کړه چې اکثریت هم حقوق لري. هغه وویل نوی قانون به د ایند نسلونو دپاره د یهودیانو اکثریت یقیني کړي.

د نوي قانون ناقدین وايي دا به د اسرئیل ریاست ته بې کچه نقصان ورسوي ځکه چې د وړاندې نه هم اسرائیل د فلسطینیانو سره د سلوک په سر ښه نوم نه لري.

په ریډیو یوه مرکه کې د اسرائیل سیاسي څېړونکي شلومو اېونېري وویل اسرئیل بدنامۍ ته ضرورت نه لري. هغه وویل د نوي قانون د دې پرته بله کومه گټه نشته چې ناقدینو ته به په اسرائیل د ټکونو نوره موقع برابر کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG