لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسرایل په یوه اوونۍ کې په دویم ځل بیا د غزې د بشري سیمې د خالي‌ کېدو امر کړی دی


د اسرایل پوځ نن په غزه کې د هغې له ګڼې ګوڼې ډکې سیمې د خالي کېدو امر کړی دی چې د بشردوستۍ په نوم ټاکل شوې ده او وایي دوی د مواسي کېمپ د ځینو برخو په ګډون چې پکې زرګونه خلکو پناه اخیستې په خان یونس کې د حماس وسلوالو پر ضد د عملیاتو پلان لري.

دا امر د هغه راکټي برید په جواب کې شوی چې اسرایل وايي له سیمې ویشتل شوی دی. د غزې له نورو سیمو د ور کډه شویو فلسطینیانو لپاره ځانګړې شوې سیمې ته په یوه اوونۍ کې د خالي کېدو دا دویم امر دی.

د اسرایلي پوځ له خوا د سزا ورکولو د هوایي او مځکني کمپاین په ترڅ کې اکثره فلسطینیان د ځانونو د خوندیتوب په لټه کې څو ځلې له یوه ځایه بل ځای ته کډه کېدو ته مجبوره کړی شوي دي.

د غزې د روغتیا وزارت د ناصر روغتون د شمېرو په حواله ویلي، د دوشنبې- ګل په ورځ خلکو ته د وتلو له امر وروسته د خان یونس په شاوخوا سیمو کې څو اسرایلي الوتکو بمباري کړې ده، چې وایي‌ لږ تر لږه 70 کسان پکې وژل شوي‌ دي.

دا سیمه د 60 مربع کیلومیټره "بشري زون" برخه ده چې اسرایل په غزه کې د جګړې له پیل راهیسې پرله پسې فلسطینیانو ته ویلي دا سیمه دې خالي‌ کړي.

ملګري ملتونه او بشردوستانه ډلې وايي، د سیمې په ډېره برخه مځکه باندې د کېمپونو خېمې ولاړې دي چې وایي استوګن یې د روغتیا او طبي اسانتیاوو او مرستو ته محدود لاسرسی لري.

د اسرایلي حکومت د اټکل له مخې شاوخوا 1.8 میلینه فلسطینیانو په دغو سیمه کې پناه اخیستې ده او دا د غزې د ابادۍ تر نیمایي ډېر خلک دي چې تر جګړې مخکې یې شمېر 2.3 میلینه ښوول شوی وو.

د غزې د روغتیا وزارت په وینا، د جګړې له پیل راهیسې تر اوسه پورې تر 39,100 ډېر فلسطینیان وژل شوي دي، خو په دې کې یې د جنګیالیو او ملکي وګړو تر منځ توپیر نه دی واضح کړی.

ملګرو ملتونو د فرورۍ په میاشت کې اټکل کړی وو چې په سیمه کې شاوخوا 17,000 ماشومان اوس د کورنۍ له سرپرست پرته اوسیږي او وایي‌ امکان لري دا شمېر له هغه وروسته زیاته شوې وي.

جګړه د اکتوبر په اوومه پر اسرایل د حماس له برید سره پیل شوه چې پکې 1200 کسان ووژل شول، په هغوی کې ډېری ملکي وګړي وو او شاوخوا 250 تنه یې یرغمل کړي وو چې شاوخوا 115 تنه لا هم په غزه کې دي، د اسرایلي چارواکو په وینا په یرغملو کې شاوخوا دریمه برخه وژل شوي دي.

په مصر کې سرکاري مطبوعاتو د جمعې په ورځ ویلي ټاکل شوې د اسرایل د استخباراتو د ادارې مشر او مرکچي ډله د یکشنبې- اتوار په ورځ د ایټلي په پایتخت روم کې د مصر، قطر او امریکې له استازو سره وویني.

دا په غزې کې د اسرایل او حماس تر منځ د ډزبندۍ لپاره یوه تازه هڅه ده، چې وزیراعظم بنیامین نتنیاهو یې هم پرون له ډانلډ ټرمپ‌ سره تر لیدو وروسته په اړه یوه هیله څرګنده کړې وه.

مصر، قطر او امریکې له څو میاشتو راهیسې په غزې کې د ډزبندۍ لپاره هلې ځلې کوي. د ډزبندۍ په وړاندیز شوي تړون کې به د حماس ډله یرغمل شوي کسان خوشي کوي چې په بدل کې به یې اسرایل فلسطینیان له زندانونو خوشې کړي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG